تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هند ته د امیر خان متقي سفر: دواړو لوریو د سوداګرۍ پراخولو په اړه څه وویل؟
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هند کې له هند مېشتو افغانانو او سوداګرو سره په یوه خبري غونډه کې وویل، له هندي چارواکو سره یې د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو مسلو د څار په موخه د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه.
امیر خان متقي د هند د صنعت له استازو سره لیدنه کې وویل، د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره شرایط ښه شوي دي.
نوموړي د سوداګریزې راکړه ورکړې د پراختیا لپاره د افغان سوداګرو لپاره د هند د وېزې د اسانه کېدو غوښتنه وکړه.
ښاغلي متقي وویل، "فیصله مو وکړه چې د تجارت په برخه کې یوه ګډه کمېټه جوړه کړو، هغه کمېټه به کار کوي چې تجارت ته وده ورکړي او د سوداګرۍ او سوداګرو ترمنځ خنډونه له منځه یوسي".
امیر خان متقي زیاته کړه، دا چې اوس له پاکستان سره د افغانستان او پاکستان اړیکې چندان ښې نه دي او د ځمکې له لارې یې سوداګري هم اغېزمنه کړې ده، "نو پرېکړه وشوه چې د هوايي دهلېزونو په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کوو، کوشش به کوو چې کارګو زیاته شي، غټې غټې طیارې پیدا شي – که څه هم اوس کارګو زیاته شوې او ډېر مالونه راځي، خو اوس به دې ته خصوصي کار کېږي چې دا سلسله نوره هم پراخه شي او زموږ او ستاسې مالونه په اسانه او ارزانه د هندوستان مارکېټ ته ورسېږي".
پر کارګو الوتنو د فیسونو کمولو غوښتنه
د طالبانو دغه چارواکي دا هم وویل، چې له هندي چارواکو یې پر کارګو الوتکو د فیسونو کمولو غوښتنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې افغانستان به هم د مقابل لوري پر کارګو الوتکو فیسونه کم کړي چې سوداګري به ورسر لا ډېره وغوړېږي.
"د ګرونډ هنډلېنګ او نورو برخو فیسونه به کم کړو، دغسې د کابل – امرتسر، کندهار- امرتسر، کابل – ډیلي، ممبۍ -کابل او ممبۍ -کندهار ترمنځ د مستقیمو کارګو الوتنو د پیلولو غوښتنه مو وکړه او د دوی له خوا په دې برخه کې د ښې همکارۍ ژمنه وشوه".
د هند پارلمان کې د پنجاب استازي ویکرم جیت سینګ پر خپل اېکس لیکلي، چې له ښاغلي متقي سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه ډېرې ګټورې خبرې لرلې.
"زه د امریتسر، کابل او کندهار ترمنځ د مستقیمو الوتنو تود هرکلی کوم او د روغتیا، روزنې او سیلګرۍ په برخه کې د سوداګریزو لارو پر بیا رغولو او د همکارۍ په پراخولو ټینګار کوم".
ټایمز اف انډیا لیکلي، دا خبر په امریتسر ښار کې د ګڼو خلکو د خوښۍ لامل شو؛ هغه ښار چې یو وخت د افغان سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ اصلي مرکز ګڼل کېده.
ویکرم جیت سینګ چې خپله هم سوداګر دی، له متقي سره په خبرو کې دا هم ویلي، افغانستان ته له هنده د درملو استولو، لپاره به له امریتسره کابل ته مستقیمې الوتنې پیل شي، چې په دې سره به د ځمکني ترانسپورت د ستونزو د حل او له پاکستان سره د خنډونو د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
وړاندې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر جیتین پرساد سره یې په نوي ډیلي کې د کتنې پرمهال د یادې کمېټې د جوړولو په اړه خبرې او موافقه وکړه.
افغانستان د سوېلي او مرکزي اسیا له هېوادونو سره نښلوونکی هېواد
ښاغلي متقي وویل، افغانستان اوس د سوېلي او مرکزي اسیا له هېوادونو سره د وصل مهمه نکته ده او د دغو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي پروژو بېرته پیلېدو ته زمینه برابره شوې ده.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي چې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د پراخولو په اړه له هندي چارواکو سره غږېدلي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ژمنه یې وکړه.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مرستیال مولوي احمد الله زاهد له قوله ویل شوي چې دواړو هېوادونو د ګډې سوداګرۍ، پانګونې او د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې کړې دي او هندي لوري ته افغانستان کې د پانګونې بلنه هم ورکړل شوې ده.
هند په وروستیو کلونو کې په سیمه کې له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره کړې ده، خو په ۲۰۲۱ کال د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته د تېر پرتله نسبتا د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري کمه شوه.
د طالبانو حکومت د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې پرون دوشنبه وویل، د روان کال په وږي میاشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۲۲۹،۸ میلیونه ډالرو او د واراتو ارزښت ۲۳۲،۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې په وینا یې تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې ته شوي دي.