تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دیوبند: د هند هغه سیمه چې د افغانستان طالبان ورسره فکري تړاو لري
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هند ته د خپل سفر یو مهم تم ځای دیوبند دارالعلوم ټاکلی و. هلته په رسېدو یې خورا تود هرکلی وشو.
ښاغلي متقي په خپلو خبرو کې وویل له دې ځای سره اړیکې یوازې مذهبي اړه نه لري "سیاسي او تاریخي ویاړلې اړیکې شته."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم ریاست مشر ذاکر جلالي وايي "دواړه هېوادونه کولای شي د دارالعلوم دیوبند د دغې تاريخي رابطې له لارې د دوه اړخيزو اړيکو په فرهنګي او فکري ډګر کې يو نوی باب پرانیزي. دا به نه يوازې د علمي همکارۍ سبب شي، بلکې د سيمې د اعتدال، ديني دقيق فهم، او متقابل درناوي د فضا پياوړتيا ته به هم لاره هواره کړي."
د طالبانو ډېرو پلویانو دیوبند ته د ښاغلي متقي د ورتګ ستاینه کړې.
د طالبانو د غورځنګ یو پلوی لیکوال عبدالستار سعید، دیوبند مدرسه کې د امیر خان متقي د هرکلي په تړاو لیکلي "دغه استقبال یوازې رسمي او تشریفاتي نه دی، بلکې صمیمیت او معنویت په کې له ورایه ښکاري.
د دارالعلوم دیوبند علماء او طلباء داسې احساسوي لکه کوم ورک نادرک خپلوان یې چې له ډېرو مودو وروسته کور ته راغلی وي او اوس نه پوهېږي څنګه، په کومه ژبه او کومو احساساتو یې هرکلی وکړي."
دا داسې مهال دی چې افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني دولت ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې دي.
پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د طالبانو د وسله وال فعالیت په ملاتړ تورنېده خو اوس د دواړو خواوو ترمنځ ترنګلتیا تر بل هر وخت ناسازې خوا ته روانه ده او له دیوبنده په لیدنه کې هم ښايي پاکستان ته یوه نغوته وي.
دیوبند فکري بهیر
دیوبند دارالعلوم یوه اسلامي مدرسه ده چې د هند د اتر پردېش ایالت په سهارنپور ولسوالۍ کې د دیوبند په ښارګوټي کې موقعیت لري. دې مدرسې له هند او د نړۍ د سویلي اسیا د هېوادونو لوی دیني عالمان روزلي دي.
دا مدرسه د ۱۸۰۰ کلونو په وروستیو کې د سید محمد عابد، فضل الرحمن عثماني، مهتاب علي دیوبندي او نورو لخوا جوړه شوه.
دیوبندیه بیا یو سني اسلامي غورځنګ دی چې اسلامي فقه او حنفي مذهب خپله لار ګڼي. د دغه غورځنګ بنسټ د نولسمې پېړۍ په پای کې د هند په دیوبند ښار کې د همدغې لوی دینې مدرسې په شاوخوا کې کېښودل شو چې له بېلابېلو سیمو په کې زدکوونکي په زدکړو بوخت وو، او نوم یې هم له همدغه سیمې سره وتړل شو.
دغه غورځنګ د محمد قاسم نانوتوي، رشید احمد ګنګوهي، اشرف علي تهانوي، او خلیل احمد سهارنپوري په څېر مشرانو له لوري، د ۱۸۵۷-۵۸ کال د هند پاڅون په ترڅ کې د برتانیايي نیواک پر وړاندې رامنځته شو. دیوبند په سویلي اسیا کې پر مسلمانانو د نا اسلامي کلتوري اغېزو مخالفت وکړ او هڅه یې وکړه چې دودیزې اسلامي لارښوونې وپالي.
دغه غورځنګ د ۱۹۱۹ په نومبر کې د جمعیة علماء هند سیاسي او مذهبي ډلې بنسټ کېښود. دوی د هند بېلابېلو ډلو ته د یوالي بلنه ورکوله چې په هند کې د بریتانوي پوځي د حضور پر وړاندې یو موټي شي.
د "جمعیة علماء هند" عالمانو په ځانګړې توګه هند کې د کلتوري تنوع پر مسایلو ډېر پام ساته او د هند د وېش له مفکورې سره یې مخالفت کاوه، ځکه دوی باور درلود چې په یو متحد هند کې د مسلمانانو د مذهبي آزادۍ ساتنه ډېره مهمه ده.
دا فکري بهیر یوازې په هند کې دننه پاتې نه شو. تر افغانستان او ان سویلي افریقا هم ورسېد.
د ۱۹۴۷ کال د هند له وېش وروسته، د سیاسي لاملونو له کبله د پاکستاني او افغان څانګو اړیکې د هند له اصلي مرکز سره کمې شوې دي.
د دیوبند پر لارویانو له لویه سره نیوکه کېږي چې تر ډېره په دودیزو مضمونونو تمرکز ساتي او عصري علومو، انګرېزۍ ژبې او نوې ټیکنالوژۍ ته ارزښت نه ور کوي، چې له امله یې له زدکړو وروسته ډېر کسان د اوسنۍ نړۍ د اقتصادي او فکري ننګونو پر وړاندې له ستونزو سره مخامخېږي.
په ډېرو دیوبندي مدرسو کې د نجونو د زده کړو محدودیت یا له عصري زدکړو د دوی جلا کول، د بشري حقونو او ښځو د ازادۍ د فعالانو سختې نیوکې پاروي. د ډېرو کارپوهانو باور دا دی، د طالبانو حکومت هغه پرېکړه چې د نجونو پر لوړو زدکړو بندیز لګوي، تر ډېره له همدې فکري ریښو سرچینه اخلي.
اوس مهال په پاکستان کې د دیوبند د نظریې ځینې سخت دریځه لارویان د "بریلوي" او "اهل حدیث" په څېر له نورو سني فرقو او شیعه مسلمانانو سره په عقیدوي مناظرو او جنجالونو کې ښکېل دي، چې ډېر کله فرقه ییز تاوتریخوالی هم په کې پېښېږي.
پر دوی دا نیوکه هم کېږي چې د مذهبي تنوع په اړه د دیوبند د بنسټګرو پېروي نه کوي. دیوبند اوس د یوه فکر او ایډیالوژۍ بڼه غوره کړې او د سویلي اسیا په ډېرو هېوادونو کې زرګونه پلویان لري.
دوی کې د تصوف د لارې ځینې سوله پالې ډلې هم شته چې پر تاوتریخوالي باور نه لري. ځینې د وسله والو فعالیتونو پلوي دي او وسله وال هم لري.
له دیوبند سره د طالبانو تړاو
افغانستان کې د طالبانو د غورځنګ بنسټګر مشر ملا محمد عمر او نور لوړ پوړي مشران یې، جلال الدین حقاني، شیخ عبدالحکیم او نژدې ټولو مهمو مشرانو یې د پښتونخوا په اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم کې زدکړې کړي.
حقانیه مدرسه د پاکستان له جوړېدو یوه میاشت وروسته د ۱۹۴۷ کال په سپټمبر کې جوړه شوه. بنسټګر یې شیخ عبدالحق و چې د خپل پلار مولانا معروف ګل یوه وړه مدرسه یې په یوه لوی دیني مرکز بدله کړه.
هغه په دیوبند کې زدکړې کړې وې او هلته څه موده د استاد په توګه هم پاتې شوی و. د شیخ عبدالحق له مړینې وروسته زوی یې مولانا سمیع الحق او لمسي یې حامد الحق د جمعیت علمای پاکستان د سیاسي او مذهبي ډلې مشري او د حقانیه مدرسې پالنه هم کوله.
دا ګوند د هند د جمعیت علمای هند یو خاښ و چې د پاکستان له بیلتون وروسته د دغه هېواد پر یوه ګوند بدل شو او پاکستاني دولت یې بشپړ ملاتړ کاوه.
په ۱۹۸۰ کلونو کې چې د شوروي خلاف جګړې ته د افغان مجاهدینو لیکې پیاوړې کېدلې، د پاکستان د پوځي مشر جنرال ضیاالحق له لوري تر ۱۰۰۰ ډېرې دینې مدرسې جوړې شوې چې لویه برخه یې پښتونخوا کې وې. حقانیه مدرسه یوه له هغو مرکزونو وه چې لویه پانګونه پرې کېده.
مولوي عبدالغني چې په پښتونخوا کې یې زدکړې کړي وایي، "افغانانو لپاره دا مدرسه ځکه مهمه وه چې له دیوبند سره زموږ اړیکې پخوانۍ وې او دا د دیوبند یوه اصلي څانګه بلل کېده."
هغه وايي دیوبند زموږ د خلکو لپاره یوازې یوه مدرسه نه ده، یو فکر او دا چې ایډیالوژي ده.
له ۲۰۰۱ کال وروسته چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور درلوده، حقانیه مدرسې د طالبانو د وسله والو فعالیتونو ملاتړ کاوه.
په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته چې د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت اړیکې خړې پړې شوې، حقانیې مدرسې د خپلې اغېز ثابتولو هڅه وکړه خو ډېر بریالي نه و.
د حقانیه مدرسې یوه مرستیال رشید الحق هغه مهال نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي وو، "دا د مدرسې لپاره یو ویاړ دی چې فارغان یې اوس وزیران دي او د طالبانو په حکومت کې لوړې دندې لري."
خو وروسته داسې برېښېده چې د پاکستان د دولت پیغام د حقانیه مدرسې له لارې د طالبانو مشرانو ته په اغېزناک ډول نه رسېده.
د نجونو د زدکړو په اړه هم د اکوړه خټک حقانیې مدرسې له خپله اړخه دا څرګنده کړې وه د طالبانو د ټول تګلارو ننګه نه کوي.
د ۲۰۲۳ په جنورۍ کې د حقانیه مدرسې سمبالګر مشر مولانا حامد الحق بي بي سي ته وویل، "افغانستان کې د نجونو پر زدکړو د طالبانو محدودیتونه پر لوېدیځ د فشار لپاره دي او له اسلام او کولتور سره څه تړاو نه لري."
د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر پر ۱۱مه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سفر او په دیوبند کې یې پراخ هرکلی افغانستان کې د طالبانو د غړو سترګې له پاکستانه هند ته کږې کړې او ډېرو دغه پخوانی بنسټ د اړیکو یو مهم مرکز یاد کړ هغسې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي ویلي:
"د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير وروستی سفر دیوبند ته او هغه تود هرکلی چې افغان پلاوي ته ورکړل شو، دا ژور تاريخي پيوند بيا ژوندی کړ. اوس تر بل هر وخت زيات دا فرصت شته چې دغه علمي او روحاني رابطه له سره احيا شي. دارالعلوم دیوبند کولای شي د افغانستان د شرعي علومو له مرکزونو سره په تدريس، تبادله او علمي همکاريو کې رغنده رول ولوبوي."
که څه هم د دیوبند پخوانی نوم او ځواک هغسې پاتې نه دی او د هند حکومت تر سخت فشار لاندې پايي خو سمبولیک ارزښت یې د ډېر وخت لپاره ساتل کېدلی شي.
دا پیوند او تړاونه هغسې چې د هند او پاکستان په ویش کې اغېزمن شوي داسې ښکاري چې په اوږده موده کې به لاهم د ډیلي، اسلام اباد او کابل د واکمنو په تګلارو کې ډېر ثبات ونه لري او دغه مذهبي ادرس ته به ډېر کله د سیاست په عینکو کې کتل کېږي.