هندی وزیر وايي‌ کابل کې خپل دیپلوماتیک ماموریت په سفارت بدلوي

د هند بهرنیو چارو وزیر سوبراهمانیم جیشنکر په ډیلي کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي، په کابل کې به د هند دیپلوماتیک ماموریت کچه د سفارت کچې ته لوړه شي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تړلی و، خو په ۲۰۲۲ کال کې یې بیا د سوداګرۍ، بشري او طبي مرستو همغږۍ په پار ځینې دیپلوماتان کابل ته واستول.

د بي بي سي هندي څانګې په رپوټ کې د ښاغلي جیشنکر له قوله ویل شوي، چې ښاغلي متقي ته یې ویلي:

"زه خوښ يم چې اعلان وکړم چې د هند تخنيکي ماموريت په کابل کې د هند د سفارت په سطحه لوړوي."

خو ښاغلي شنکر په دې تړاو کومه مشخصه نېټه یاده نه کړه.

ښاغلی متقي هند ته په یوه رسمي شپږ ورځني سفر تللی، چې د شنونکو په وینا دا سفر د طالبانو هڅې ښيي چې له سيمه ييزو قدرتونو سره د اقتصادي اړيکو پراختيا او په پای کې په رسمیت پېژندنې ترلاسه کولو په موخه خپل تعامل پراخوي.

که څه هم د دې لیدنې اجنډا په هکله هېڅ یوه لوري څه نه دي ویلي، خو د چارو شنونکي وايي، سوداګري او امنیتي مسائل به ښايي د اجنډا په سر کې ځای ولري.

د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، متقي به خپل سفر کې د سوداګرو له استازو سره وویني او دغه راز به د یوې دیني مدرسې او تاج محل لیدنه هم وکړي، چې د مینې یادګار بلل کېږي.

د یادونې ده، چې د امیر خان متقي په ګډون د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو په هغو لیستونو کې شامل دي، چې د سفر بندیزونه پرې لګېدلي او شتمنۍ یې کنګل شوې دي او د هند سفر لپاره ښاغلي متقي ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري ځانګړې اجازه ورکړل شوې ده.

له تاریخي پلوه هند او افغانستان تودې سیاسي او اقتصادي اړیکي درلودل، خو په افغانستان کې دویم ځل د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډیلي په کابل کې د خپل سفارت دروازې وتړلې.

هند ته د ښاغلي متقي له سفر مخکې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي و، له ښاغلي متقي سره په دغه سفر کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد، د بهرنیو چارو وزارت څلورم سیاسي ریس عبدالقهار بلخي او د دغه وزارت لومړی سیاسي ریس مفتي نور احمد ملګرتیا کوي.

متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیز لګول شویو ترهګرو په نوملړ کې دی، له همدې امله هغه اړ شو چې هند ته د تګ لپاره ځانګړی معافیت واخلي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ویناپانه کې راغلي و: " د سپټمبر پر ۳۰ امیر خان متقي ته د سفر معافیت تصویب شو چې د اکټوبر له ۹مې تر ۱۶ هند ته سفر وکړي."