تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
متقي به څو ورځې په هند کې وي او له چا سره ګوري؟
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي به د پنجشنبې پر ورځ له هندي چارواکو سره خبرې وکړي. هغه به په هندي کې له خپل سیال او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته د چهارشنبې پر ورځ وویل چې ښاغلی متقي د مسکو له سفر مخامخ هند ته روان شوی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، له ښاغلي متقي سره په دغه سفر کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت مرستیال احمد الله زاهد، د بهرنیو چارو وزارت څلورم سیاسي ریس عبدالقهار بلخي او د دغه وزارت لومړی سیاسي ریس مفتي نور احمد ملګرتیا کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندھیر جیسوال، د اکټوبر پر درېیمه د متقي د سفر پخلی وکړ او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کمیټې متقي ته هند ته د سفر معافیت ورکړی دی.
متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیز لګول شویو ترهګرو په نوملړ کې دی، له همدې امله هغه اړ شو چې هند ته د تګ لپاره ځانګړی معافیت واخلي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ویناپانه کې راغلي " د سپټمبر پر ۳۰ امیر خان متقي ته د سفر معافیت تصویب شو چې د اکټوبر له ۹مې تر ۱۶ هند ته سفر وکړي."
د متقي دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې د برتانیې لومړی وزیر کیر سټارمر هم د اکټوبر پر اتمه په دوه ورځني سفر ممبۍ ته رسېږي.
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته، دا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لومړنی سفر دی چې هند ته یې کوي. تر اوسه دا نه ده روښانه چې متقي به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره وګوري که نه. متقي به د خپل سفر پر مهال له یو شمېر سوداګریزو ډلو سره لیدنې وکړي.
هند تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. تېره جمعه د بهرنیو چارو وزارت په اونیزه خبري غونډه کې، کله چې له ویاند رندھیر جیسوال د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه پوښتنې وشوې، هغه هیڅ ځواب ورنکړ او چوپ پاتې شو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو پر کار او زدکړو د بندیز په څېر ځينې داسې پرېکړې کړې دي چې د بشري حقونو له سختو سرغړونو سره تړلې دي. دا ځکه خو ډېر هېوادونه په ډاډه زړه له هغوی سره ډيپلوماتیکو اړیکو جوړولو ته لاس نه غځوي.
د هند د مشهورې انګریزي ژبې ورځپاڼې "دی هندو" د راپور له مخې، متقي ته به د بهرنیو چارو وزیر په توګه په پوره پروټوکول سره درناوی وشي. د هغه مېلمه پالنه به دولتي چارواکي کوي او د اکتوبر پر ۱۰مه به د ډیلي په حیدراباد هاوس کې د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر له متقي سره خبرې وکړي.
دا لا روښانه نه ده چې متقي به د هند له لومړی وزیر نریندرا مودي سره هم وګوري که نه.
مسکو فارمټ
د سې شنبې پر ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ د مسکو فارمټ مشورتي غونډې کې ۱۰ هېوادونو ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د هند استازیتوب په روسیه کې د هند سفیر ویني کمار کاوه.
پر دې سربېره، د مسکو په دې فارمټ کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، او همدارنګه د چین، ایران او د مرکزي آسیا د هېوادونو استازو هم حضور درلود. له افغانستان څخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر متقي په دې غونډه کې شامل وو.
د دې ناستې خپاره شوي انځور کې، متقي د طالبانو له سپین بیرع سره ناست لیدل کېږي. په ډېرو سیمه ییزو او نړیوالو ناستو که د طالبانو حکومت استازي برخه هم ولري، بیرغ د هېواد د استازي بیرغ په توګه نه کارول کېږي.
د مسکو فارمټ په ګډه اعلامیه کې د ټرمپ د هغه بیان پر وړاندې هم مخالفت څرګند شوی، چې په کې یې د بګرام هوايي اډې بېرته د امریکا تر کنټرول لاندې راوستلو خبره کړې وه.
که څه هم د بګرام نوم په مخامخ ډول نه دی یاد شوی، خو په اعلامیه کې راغلي: "په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د هیڅ هېواد د نظامي جوړښت د ځای پر ځای کولو هڅې د منلو وړ نه دي، په ځانګړي توګه کله چې موخه یې د سیمې د سولې او ثبات په ګټه نه وي."
کار پوهان وايي، په مسکو فارمټ کې د متقي ګډون او ورکړل شوی پروټوکول د طالبانو حکومت د ځان لپاره یوه سیاسي بریا ګڼي او هند ته سفر یوه بله ډيپلوماټیکه لاس ته راوړنه چې له کلونو ګوښیتوب وروسته د سیمې له دغه ځواکمن هېواد سره اړیکې پالي.
که څه هم هند د ځينو افغانانو له هغو نیوکو سره مخ دی چې وايي، د بشري حقونو یوه سرغړونکي حکومت ته ولې نژدې کېږي. د دې مخالف نظر بیا په افغان رسنیو کې دا ترسترګو کېږي چې وايي هند د افغانستان یو پخوانی ستراتېژیک ملګری هېواد دی او که واکمن هر څوک وي، د کابل او ډیلي اړیکو کې باید واټن رامنځ ته نشي.