د خبرو د دوام له کبله غزه کې د جګړې بندولو په اړه د رایو اچول چارشنبې ورځې ته ځنډول شوي

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، AFP

پتېیل شوې وه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې اړوند د تازه پرېکړه لیک ارزوونکې ناسته تېره شپه شوې وای، خو د یو لړ دلایلو له امله چارشنبې ورځې ته ځنډول شوې ده.

د دغه پرېکړه لیک مسوده د متحده عرب اماراتو له لوري چمتو شوې چې په غزه تړانګه کې د اړمنو ته له خنډ او ځنډ پرته د بشري مرستو د رسولو لپاره په بېړني او تلپاتې ډول د دوښمنیو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال په غزه کې د جګړې بندولو وړاندیز ته رایه اچوي چې لس ورځې وړاندې د ورته یوه بل پرېکړه لیک مسوده د اسرائیلو د کلک ملاتړي امریکا متحده ایالتونو له خوا ویټو شوه.

خو د بریتانیا د استخباراتي ادارې او همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد پخواني دایمي استازي "سِر جان سویرز" بي بي سي سره خبرو کې په امنیت شورا کې د نننۍ رایې اچونې په تړاو ویلي، په غزه کې د ملکي خلکو د مرګژوبلې دوام او همدارنګه د اسراییلي ځواکونو لخوا د درېوو اسراییلي یرغملو د وژل کېدو له امله د ملګرو ملتونو په روحیه کې بدلون راغلی دی.

ښاغلي سویرز د دې پوښتنې په ځواب کې چې برتانیا په امنیت شورا کې له امریکا د نظر اختلاف لرلی شي؟، د امنیت شورا د تېرې رایې اچونې ته اشاره وکړه او ویې ویل امریکا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، خو برتانیا سپینه رایه وکاروله.

غزه

د عکس سرچینه، AFP

که څه هم په پرېکړه لیک کې د "دوښمنیو د بیړني او تلپاتي پای ته رسولو غوښتنه شوې، خو راپورونه وايي، د امریکا د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره ښايي په پرېکړه لیک کې د " پای ته رسولو) پر ځای د " ځنډولو" کلمه وکارول شي.

د بریتانیا د استخباراتي ادارې پخواني مشر ښاغلي سویرز ویلي، هغه ډيپلوماټان چې د پرېکړه لیک مسوده چمتو کوي، د دې لپاره چې لږ تر لږه امریکا دغه پرېکړه لیک ته سپینه رایه ور کړي، هر څه یې چې په وس پوره وي، کوي یې. د هغو په خبره، کله چې امریکا دغه پرېکړه لیک ته سپینه رایه ور کړي، نو پرېکړه لیک تصویبېدای شي.

نن په غزه کې د جګړې د پیل ۷۴یمه ورځ ده او په همدې ورځ هم په جنوبي غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي، په رفح سیمه کې پر کورونو د اسرائیلي ځواکونو د تېرې شپې په بمباریو کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.

پر دې سربېره تېره شپه د غزې مرکزي او جنوبي ښارونو لکه بریج، خانیونس او ځینو نورو سیمو کې هم د بمباریو راپورونه ور کول شوي دي.

د اکټوبر پر اومه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته د اسراییل د کلک څار له امله غزې تړانګې ته بشري مرستې ډېرې کمې شوې دي.

رفح

د عکس سرچینه، AFP

په تېرو څو اونیو کې د غزې په شمالي او جنوبي برخو کې د جګړو او بمباریو له امله لسګونه زره فلسطینیان رفح ښار ته چې له مصر سره ګډه پوله لري، کډه شوي او دغه ښار یې د کډوالو پر یوه ستر پنډغالي بدل کړی دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه ځای کې د کډوالو ګڼه او ګوڼه دومره زیاته ده چې د۴۸۶ کسانو پر سر یو تشناب موجود دی.

ورته مهال په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ د یوې داسې نړیوالې ټلوالې د جوړېدو راپوروه ور کړل شوي چې هدف یې په سره سمندر کې پر سوداګریزو بېړیو د یمن حوثیانو د بریدونو مخنیوی ښودل کشوی دی.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر سوداګریزو بېړیو د یمن د حوثيانو نامسوولانه بریدونه ازاده سوداګري ګواښي، بې ګناه سمندرمزلي خطر سره مخامخوي چې دا د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.

په تېرو اونیو کې دغلته پر څو سوداګریزو بېړیو تر برید وروسته د باري کښتیو ګڼو شرکتونو پر دغه سیمه تګ راتګ ځنډولی دی.