د غزې جګړه؛ جنوب کې له شپږو کسانو سره خبرې

د ویډیو تشریح، د غزې جګړه؛ جنوب کې له شپږو کسانو سره خبرې
د غزې جګړه؛ جنوب کې له شپږو کسانو سره خبرې

د بي بي سي عربۍ خبريال د غزې جنوب کې يوه روغتون کې له شپږو کسانو سره خبرې کړې، چې وايي اسرائيليو ځواکونو نژدې يوه مياشت نيولي وو.

دوی وايي ډبول شوي، مناسب خوراک او څښاک نه ورکول کېده.

د دوی ګواهۍ پر ټولنيزو رسنيو د ويډيوګانو له پراخې خپرېدا وروسته راځي، چې سلګونه فلسطینيان په کې ښکارېدل، چې د اسرائيليو ځواکونو له لوري د شکمنو کسانو په توګه نیول شوي وو او پوښتنې ګروېږنې ترې کېدې.

ځواب کې یې د اسرائيلو پوځ بي بي سي ته ويلي، دوی قانون پلی کوي او هر ډول ادعاوې پلټي چې لارو چارو په کې سرغړونه وشې وي.

دا راپور له رفحه د بي بي سي عربۍ خبریال عدنان البرش رالېږلی، خو داسې انځورونه په کې دي چې ځيننو ته ښايي خواشينوونکي وي.