ایران کې له ډاګیزو اعدامونو سره هم مهاله وسله وال برید

ایران

د عکس سرچینه، tasnim

ایراني رسنۍ وايي شنبه د جولای د اتمې پر سهار، د ایران زهدان کې د پولیسو د څار او کنټرول پر یوه مرکز وسله والو چپاو ور وړی او له امنیتي ځواکونو سره یې په نښتو اوښتي وو.

برید په زاهدان کې پر ۱۶ کلانترۍ یا د پولیسو د څار پر مرکز شوی و.

ایرانیو رسنیو د ځايي چارواکو له نکله ویلي، بریدګر له ځانمرګو واسکټونو سره دغه پولیسي مرکز ته ننوتي وو، او ودانۍ کې یې له خوندي ځایونو پر امنیتي ځواکونو ډزې کولي.

د سیستان او بلوچستان یوه امنیتي چارواکي ویلي، بریدګرو د ودانۍ پر برج ورختلو سره لاسي بمونه غورځولي او د ودانۍ یوې څنډه کې ځای پرځای شوي.

د ایران په سپاه پاسدران پورې اړوند د تسنیم په نوم خبري اژانس ویلي، د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه بریدګر وژل شوي، ځېنو رسنیو بریدګر درې تنه ښودلي وو.

چارواکي وايي سیمه په کابو کې ده او برید پای ته رسېدلی.

وړاندې ځايي چارواکو د یوه پولیسي مامور د وژل کېدو هم ویلي و.

زاهدان

د عکس سرچینه، UGC

د عکس تشریح، زاهدان کې د کلانتري ۱۶ د برید شاوخوا

ایراني ځواکونو د زاهدان ښار اړونده سیمو کې امنیتي څار ټینګ کړی او رسنیو ویلي چې ځای ځای یو شمیر کسان هم نیول شوي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې بریدګر څوک وو او د برید اصلي موخه څه وه.

د ایراني رژیم یوه مخالف روحاني مشر مولوي نقشبندي دغه برید ته په غبرګون کې ویلي " د کره مالوماتو له مخې بلوچ فدایانو د زاهدان په ۱۶ کلانترۍ برید کړی، د وحشي رژیم هر هغه سرتیری چې دغلته نږدې په مکي مسجد کې پناه اخلي باید مخه یې ونیول شي او ځوانان باید له مسجده کړۍ چاپېره کړي."

په جون میاشت کې ایراني ځواکونه په سیستان بلوچستان کې له یوې وسله والې ډلې سره پر نښتو اوښتي و. د ایران د اسلامی جمهوریت رسمي خبري آژانس (ایرنا) د سیستان او بلوچستان د پوله ساتو ځواکونو د قومندان له نکله لیکلي وو، چې په نښته کې د وسله والې ډلې یو غړی وژل شوی وو.

ایران کې پر رسنیو او معلوماتو خپرولو څار او بندیزونو له امله ډیرې پيښې نه ډاګیزې کېږي.

اعدامونه

ایران

د عکس سرچینه، tasnim

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، د شنبې پر ورځ له له لمرخاته وړاندې پر شاهچراغ بریدونو تورن دوه تنه په عام محضر کې پر دار ځړول شوي دي.

د اعدام شویو کسانو نومونه محمد رامز رشیدي او محمد نعیم هاشم قتالي یاد شوي خو په اړه یې نور څه نه دي خپاره شوي چې دا کسان څوک وو.

دوی پر شاهچراغ بریدونو کې پر لاس لرلو پړه پېژندل شوي وو.

څو نورو کسانو ته له دغه برید سره په تړاو د بند سزاګانې هم اورول شوي.

د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر کې دغه برید کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي وو.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د دغه برید مسولیت منلی و.