د کرېکټ شل اووریز نړیوال جام نیمه پایلوبه؛ د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلو تېر او حال ته یوه لنډه کتنه

کرېکټ

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, ایمل پسرلی
    • دنده, بي بي سي

په کرېکټ او بله هره لوبه کې چې دوې سره مخامخ لوبډلې څوک ارزوي د لوبغاړو استعدادونه او وړتیا، د لوبډلې تجربه او امکانات او د سیالیو په ورځو شپو کې د دواړو غاړو پایلو ته کتنه کوي.

که همدا تله د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ نیمه پایلوبې ته وکاروو د لوبغاړو په استعداد او وړتیا کې درنه او سپکه برخه شاید ډېره نه وي. د لوبډلې د تجربې او امکاناتو په برخه کې د سویلي افریقا تله درنه ده. په جنوبي افریقا کې له ۱۸۸۰ مو کلونو راهیسې کرېکت کېږي. د اپارتاید په کلونو کې د دوی په کرېکټ بندیز ولګېد چې په ۱۹۹۱ کال کې یې بېرته د لوبو اجازه وموندله.

که څه هم نړیوال یو ورځنۍ جام یا شل اووریزه اتلولي یې کله نه ده خپله کړې، خو څو ځلي یې د نیمه پایلوبې خوند څکلی دی. د بشپړ غړي هېواد په توګه د جنوبي افریقا د کرېکټ بورډ اقتصادي وضعیت خورا ښه دی، د لومړني شل اووریز نړیوال جام کوربه و. د یو ورځني نړیوال جام او د ۱۹ کلنو د نړیوال جام کوربه توب یې هم څو ځلي کړی دی، نو د لوبډلې د تجربې او شرایطو له پلوه یې تله تر افغان کرېکټ درنه ده.

په اوسني جام کې سویلي افریقا خپلې اووه سره لوبې ګټلي دي، افغانستان په اوو کې پنځه ګټلې او په دوو کې له ماتې سره مخامخ شوی دی. خو د جنوبي افریقا ډېر بري داسې و چې د ماتې له خولې یې لوبه خپل لور ته اړولې، افغانستان بیا یوازې له بنګله دېش سره نژدې لوبه درلوده په نورو بریو کې تر ډېره برلاسی و.

په نیمه پایلوبه کې جنوبي افریقا تل بایللې او ډېر په دې ګومان دي چې ګواکې دوی د فشار په وړاندې داسې ویلي کېږي لکه کنګل چې دې لمر ته اېښي وي. د افغانستان بیا دا لومړنۍ تجربه ده چې نیمه پایلوبې کې لوبېږي. ښايي پر افغان لوبغاړو هغه فشار نه وي چې د جنوبي افریقا لوبغاړي یې احساسوي. همدې ټکي ته په پام شاید دا سیالي سره مساوي وي، خو د ویشتنځي حالت او د پچې ګټل ښایي مهم رول ولوبوي.

افغانستان که لومړی منډې وکړي او تر ۱۵۰ منډو هدف وټاکلی شي د سویلي افریقا خورا پیاوړی بېټینګ هم تر لا نور فشار لاندې راوستلی شي. جنوبي افریقا به بیا په دې هیله وي چې د افغانستان د پیل جوړه، ګوربز او ابراهیم لویې ملګرتیا ته پرېنږدي، له دوی ورهاخوا نور بېټینګ په دې جام کې ډېر نه دی ځلېدلی. د افغانستان یوازې یوه بل لوبغاړي په اوو لوبو کې ټولټال سل منډې کړي چې هغه عظمت الله عمرزی دی.