"موږ ته میاشتنی عادت داسې ښکاري لکه نجلۍ چې کومه ګناه کړې وي"

- Author, نعمان مسرور
- دنده, بي بي سي اردو
"زما لور باندې چې لومړی ځل میاشتنۍ عادت راغی نو په ښوونځي کې وه. خو په ډېر ښه ډول یې ځان بسیا کړی و"
دا د منیزه ابرېز په نوم د یوې پاکستانۍ مېرمنې خبرې دي چې د دوو ماشومانو مور ده.
له بي بي سي سره په خبرو کې وايي، "زه خپلو خورلڼو ته هم وایم چې لوڼې مو په سترېدو دي، د میاشتني عادت په اړه خبرې ورسره وکړئ او ویې پوهوئ. خو هغوی وايي چې خپلو اولادونو سره په دې اړه خبرې ورته ګرانې دي"
دغه مور خپله خاطره هم یادوي چې کله اول وار میاشتنی عادت پرې راغی نو مور یې ورته وویل چې کالي دې بدل کړي، منیزه زیاتوي، "ما ته د مور خبره عجیبه ښکاره شوه، ځکه چې هېڅکله یې په دې اړه څه نه وو راته ویلي، دا داسې یوه موضوع ګڼل کېږي چې خلک یې په اړه خبرې کول نه غواړي"
منیزه همدا راز وايي، "زه ډېره وارخطا وم، له رواني فشار سره مخ ومو چې دا په ما څه وشول. زه ډارېدلم چې سرطان شوم او که کومه بله وژونکې ناروغي راته پيدا شوې چې وینه رانه ځي."
د میاشتني عادت په اړه یوازې اوسنۍ زمانه کې نه بلکې له پخوا راهیسې تبو ده او د ننګ او شرم موضوع بلل کېږي. خلک یې په اړه له څه ویلو ډډه کوي خو دا داسې یو حالت دی چې نږدې هره ښځینه ورسره مخ کېږي.
پاکستان کې په دې اړه د عامه پوهاوي خپرولو یوه ویبپاڼه ده چې "سوپر وومېن" نومېږي. مشره یې صدف الطاف لوهیا ده چې وايي دا هم په وړوکوالي کې له ورته اندېښنو سره رالویه شوې ده.
دا وايي، "ما ته وویل شول چې بچۍ! ځينې داسې خبرې شته چې ته یې باید له هر چا پټې وساتې. نور خو څه چې ان خپل وروڼه هم باید درباندې خبر نه شي. نو دې خبرو زما وارخطايي نوره هم ډېره کړه"
خو اغلې لوهیا وايي چې، "ما نه غوښتل زموږ اولادونو سره هم ورته کار وشي. نو ځکه مې احساس کړه چې په اړه یې یو کتاب ولیکل شي چې وړو نجونو ته په همدې موضوع لارښوونې پکې وي."
دې مېرمنې تېره میاشت په پاکستان کې د میاشتني عادت په اړه یو لارښود کتابګوټی خپور کړ.
"لور ته موبایل نه بلکې کتاب په لاس کې ورکوم"

صدف الطاف لوهیا وايي چې د دغه کتاب د لیکلو فکر په دې هم ورسره پيدا شو چې "زموږ په خلکو کې د کتاب لوستنې دود په ختمېدو دی. نو اوس به زه خپلې لورکۍ ته موبایل په لاس کې نه ورکوم بلکې کتاب به ورکوم چې راځه، ما سره کېنه چې په ګډه کتاب ولولو"
دا مور مني چې کم عمره یا د اتو کلونو شاوخوا عمر لرونکو نجونو سره د میاشتني عادت په اړه خبرې کول سخت دي خو دا وايي، "د دغه کتاب موخه همدا ده چې که یوه اته کلنه لور لرې او هغه اندېښمنه ده نو څنګه ورسره کېنې او ویې پوهوې چې ورو ورو به یې په وجود کې ځينې هارمونیکي بدلونونه رامنځ ته شي او د دې د وجود بڼه او حالت به ورسره بدل شي."
د دغه کتاب لیکواله صدف الطاف لوهیا وايي چې "کله د کتاب لیکلو فکر راسره پيدا شو نو ما له بېلابېلو کارپوهانو لکه ډاکټرانو او روانپوهانو سره مشورې وکړې چې څنګه د دا ډول کتابګوټو یوه لړۍ پیل کړو. د یوې لړۍ خپرولو موږ نه اته میاشتې وخت ونیو. د متن تر څنګ د انځورونو او ګرافیکونو جوړولو هم ډېر وخت رواخیست."
منیزه زیاتوي چې، "لومړۍ ما سره همدا پوښتنه وه چې زه به خپله اته کلنه لور د میاشتني عادت په اړه څنګه پوهوم؟ ځکه چې هغې خو نه دی تجربه کړی. بیا مې پر یوټيوب ځینې ویډيوګانې پسې وکتلې، په انګریزي او هندي ژبه مې مالومات وموندل او بیا مې خپله لور وپوهوله."
"د کور نارینه هم باید خپلو وړو لوڼو سره مرسته وکړي"

منیزه ابرېز پر دې باور ده چې د خپلو لوڼو تر څنګ باید زامن او نارینه هم پر دې موضوع وپوهول شي.
دا زیاتوي، "په دې هکله عامه پوهاوی ډېر کم دی. زموږ میندې پر دې موضوع نه غږېږي. زموږ په زمانه کې خو به میندو راته ویل چې د کور نارینه باید درباندې خبر نه شي. کنه نو اوس باید دا تبو له منځه تللې وای."
اغلې ابرېز زیاتوي چې ښه ده د کور نارینه هم باید خپلو وړو لوڼو او خویندو سره په دې برخه کې مرسته وکړي، "هر وخت میندې او مشرې خویندې د چا تر څنګ نه وي. موږ باید په خپلو کورونو کې په دې اړه خبرې وکړو او داسې یې پټه پرې نه ږدو."
منیزه ابرېز همدا راز وايي، "موږ ته میاشتنی عادت داسې ښکاري لکه نجلۍ چې کومه ګناه کړې وي. باید دا موضوع هر چا ته عادي شي او خبرې پرې وشي. له دې سره به زموږ د وړو نجونو له زړونو ډار ووځي او پر ځان به باور پیدا کړي."











