تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د موسیقۍ پټ ټولګی
- Author, رویین رهنوش
- دنده, بي بي سي
په داسې حال کې چې طالبان موسیقي د شریعت خلاف ګڼي او په ډېرو برخو کې یې د ښځو او نجونو فعالیت محدودو کړی، په کابل کې یوه ډله نجونې د موسیقۍ زدکړي ته دوام ورکوي.
د موسیقۍ د زدکړې ددغې دورې ښوونکی، چې یو نارینه دی وایي دا ټولګي یې د نجونو د ملاتړ په موخه راپیل کړی ځکه دې برخه کې کلونه زیار ایستلی دی.
د موسیقي ددغه ټولګی زدکوونکو هم بي بي سي ته ویلي، چې د طالبانو له بندیزونو نه ستړي او خواشیني دي، خو ددغه ټولګي پیل راتلونکي ته هیله من کړي دي.
زدکوونکو بندیزونو ته غاړه نه ده اېښې او د خپلو نېمګړو هیلو د پوره کېدو لپاره یې هڅې پیل کړې، په اونۍ کي یو ځل له کوره راوځي او په هر ډول، چې وي دغه ټولګي ته ځان رسوي.
د مرسل په مستعار نوم یوه نجلۍ له کوره ګیتار پر اوږه اخلي او د موټر په ټول بکس کې پټوي، په داسې حال کې چې دوی له ښوونځي، پوهنتون، پارک، دفتر او له کور د باندې له کار څخه منع شوې دي، خو دا په موټر کې ناسته او د موسیقي د زدکړو ټولګي ته ځان رسوي.
که څه هم شمېر یې اوس لږ دی خو بیا هم په اونۍ کې یو ځل داسې ځای کې سره راټولیږي، چې یوازې د موسیقۍ الهام بخښوونکې نغمې نڅېږي او په دې سره دوی هڅه کوي د څه ګړۍ لپاره خپل کړاوونه او ستونزې هېرې کړي او څو شېبو لپاره مُسکا پر شونډو راولي، د ریحان په څېر ځینو یې له وړاندې د موسیقۍ برخه کې زدکړې ترلاسه کړې.
"موږ ته نور دغه ډول حالت د زغمولو نه و، چې له هر څه محروم او کور پاتې شو، شخصاً زما لپاره دا ډول چوپتیا د منلو نه وه، چې دوام ورکړم او خپل غږ پورته نه کړم . که څه هم دلته د راتګ پر مهال وېره لرم خو هم مهاله یو ډول د ځواکمنتیا حس هم کوم، له همدې کبله زه خپل کار ته دوام ورکوم او هر څه، چې پېښیږي هغه ته به تسلیم نه شم آن که زما ژوند هم له خطر سره مخ شي او دوی مو نور هم محروم کړي".
طالبان په ټوله کې د ښځو له فعالیتونو سره ستونزه لري، خو د موسیقۍ برخه کې، چې بیا ښوونکی یې یو نارینه وي ښایي دا ډېره خطرناکه وي.
د محمود په مستعار نوم یو کس، چې له څو کلونو راهیستې په کابل کې د موسیقۍ ښوونکي پاتې شوی وایي د خپل ملګري په مرسته توانېدلی د یو شمېر نجونو پام دغه ټولګي ته واړوي. شپږ میاشتې کیږي، چې د اتو زده کوونکو په شتون کې یي دغه ټولګی راپیل کړی، خو څلورو یې د امنیتي ستونزو له کبله زدکړي پرېښې دي .
"موږ پدې کورس کې د موسیقۍ او ګیتار غږولو په اړه نظري زدکړي ورکوو، ځینو اوس تازه دغه زد کړې پیل کړې او ځینو له وړاندې دې برخه کې زدکړي کړې دي، تر دې ها خوا د سندرو ویلو پر وړتیاوو هم کار کوو، خو بالاخره باید داسې پروګرام وي چې د دوی له وړتیاوو نه ګټه پورته کړو، ښې ورځې راځي را روانې دي او موږ به خپلي وړتیاوې نړۍ ته وښیو، چې موږ د ظلم په ورځو کې هم وجنګېدو".
که څه هم د موسیقۍ په ټولګي کې د زدکوونکو شتون د کورنۍ لپاره ستونزمن وي، خو له دې سره سره د ریحان په مستعار نوم یوه زدکوونکې وایي کورنۍ یې ورته ویلي، چې نه غواړي د هیلو دغه یوازینۍ کړکۍ یې پر وړاندي وتړي.
"کورنۍ ډېره اندېښمنه ده ځکه چې زموږ او د دوی ژوند په خطر کې دی. خو زموږ د رواني ستونزو او خپګان له امله، دوی موږ ته اجازه راکړه چې په ټولګي کې برخه واخلو. په اوسني وضعیت کې، دا ډېره ستونزمنه ده چې له کوره لیرې د ګیتار غږلو لپاره راځو او دا وېره هم راسره وي، چې هسي نه کیسه بربنډه شي، خو هغه مهال ډیره وېره راسره وي، چې ګیتار راسره او له امنیتي تلاشیو تېریږو او همدا وېره راسره مل وي، چې نن به مو نیسي یا هم سبا. خو موخه مو دا ده، چې داسې روځ راشي، چې پر سترو دریځونو نړۍ ته موسیقي وغږوو".
ددغه ټولګي ښوونکي هڅه کوي، چې د خپلو زدکوونکو شمېر زیات کړي ځکه اوس یوازې د نجونو لپاره دی.
ډېری هغه کسان چې د موسيقۍ برخه کې کار کوي لا هم افغانستان کې دي، د یو شمېر هغه کسانو، چې فعالیت یې رسوا شوی له هغوی سره توند چلند شوی دی، هغه انځورونه، چې پر ټولنیزه رسنۍ خپاره شوي ښيي، چې طالبان یو شمېر کسان د موسیقۍ غږلو په تور نیولي د موسیقې وسایل یې د هغوي په غاړه ځړولي او په ښار کې یې ګرځوي، په یوه بل تصویر کې بیا د یوه سندرغاړي د موسیقۍ وسایل په عام محضر کې سوځول کېږي.
له همدې کبله، هغه نجونې، چې پر وړاندې یې ټولي لارې او کړکۍ تړل شوې دا اسانه نه ده، چې دغه ډول فعالیت ته دوام ورکړي لکه مرسل، چې اوس مهال یوازې کولای شي په پټه ګیتار وغږوي او یا هم د کړکۍ مخته کښېني او راتلونکي روښنایي ته په تمه اوسي.