د افغانستان د موسیقۍ انستیتیوت بنسټګر امریکا کې افتخاري دوکتورا ته نوماند شوی

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت بنسټ ایښودونکی او مشر احمد ناصر سرمست د امریکا د جولیارډ پوهنتون افتخاري دوکتورا لپاره د نوماندانو په لست کې راغلی دی.

د جولیارډ په رسمي ویبپاڼې خپرو شويو معلوماتو کې لیکل شوي چې ښاغلی سرمست د هغو پنځو شخصیتونو په ډله کې دی چې د جولیارډ پوهنتون دوکتورا ته نوماندان دي.

جولیارډ پوهنتون په متحده ایالاتو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د موسیقۍ، نڅا او تیاتیر خورا مشهور پوهنتون دی.

ښاغلي سرمست پر خپله فېسبوک پاڼه هم لیکلي چې د افتخاري دوکتورا په ترلاسه کولو خوښ دی او ویاړي چې یو له هغو پنځو فرهنګي او هنري شخصیتونو یو دی چې سږ کال به د جولیارډ افتخاري دوکتورا ورکړل شي.

احمد ناصر سرمست د پولار جایزه هم ګټلې ده.

ټاکل شوې دا جایزه د مۍ پر ۲۰ مه د جولیارډ موسیقۍ اکاډمۍ د ۱۱۷مې دورې د بري لیکونو غونډه کې ښاغلي سرمست ته ورکړل شي.

تېر اګست میاشت کې کله چې طالبانو د افغانستان اسلامي جمهوریت وپرځاوه او په نږدې ټول هېواد واکمن شول د ښاغلي سرمت په ګډون یو ګڼ شمېر هنرمندان له هېواده ووتل.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت دغه بنسټ ایښودونکي له خپل هېواده په وتلو سره شاوخوا ۲۷۳ کسان له ځان سره ویستل.

ویل کېږي بهر ته کډه شوي دا کسان د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت غړي دي.

ښاغلي سرمت هغه مهال ویلي وو:"مونږ کولی شو له افغانستانه بهر یو ښه ارکستر جوړ کړو"

طالبان د موسیقۍ پلوي نه دي خو په رسمي ډول یې د بندیدو اعلان هم نه دی کړی.

د افغانستان دویم لوی ښار کندهار کې ځايي خبریالانو ویلي د طالبانو استخباراتو څو واري وربللي چې پر راډیوګانو دې موسیقي او د ښځو غږونه نه خپروي.

همدارنګه د کابل ښاریان وايي، موټر او یا نورو ځایونو کې کله چې موسیقي اوري نو طالبان ورته سپارښتنه کوي چې له دې کاره ډډه وکړي.

د طالبانو تېر حکومت کې پر موسیقۍ کلک بندیز و، سرغړونکو او هنرمندانو ته به سپکونکې سزاګانې ورکول کېدې.

په تېره شل کلنه موده کې بیا د موسیقۍ د ودې لپاره بېلابېل پروګرامونه و، خو داسې براېښي چې د افغانستان موسیقي په کور دننه له هغه برخلیک سره مخ کېدونکې ده چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله د طالبانو واکمنۍ کې وه.

دا مهال افغان هنري بنسټونه له هېواده بهر د هنرمندانو د راټولولو او بوخت ساتلو په هڅو دي، خو تراوسه کوم رسمي او یو موټی بنسټ نه لري.