تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان موسیقي انسټیټوت د موسیقۍ "پولار" جایزه ګټلې
د افغانستان موسیقۍ انسټیټوټ او د امریکا متالیکا په نوم موسیقۍ ډلې له سویډنه د "پولار " په نوم د موسیقۍ تر ټولو لویه جایزه ګټلې ده.
سویډن هر کال د پولار جایزه د نورو هېوادونو تر ټولو ښې موسیقۍ ته ډالۍ کوي.
د موسیقۍ دا جایزه، چې یو میلیون "کرون " یا ۱۳۰ زره ډالره ارزښت لري، د روان ۲۰۱۸ کال د جون ۱۴مه به د سویډن پاچا کارل ګوستاف په حضور کې د جایزې د دوو ګټونکو هېوادونو استازو ته ور کول کېږي.
د پولار د بنسټ په خبرپانه کې راغلي چې د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ ته دا جایزه د دې لپاره ورکړل شوې چې هغوی موسیقي د ځوانانو د ژوند د بدلون لپاره کاروي.
هر کال پولار له موسیقۍ نه د درناوي او د دې لپاره چې د موسیقۍ ترمنځ سرحدونه له منځه یوسي، دوې جایزې ورکوي.
تېر کال دا جایزې د بریتانیا راګ، بلوز او جاز غږوونکي استینګ او د امریکا موسیقي پوه وین شورټر ته ورکړل شوې وې.
د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ بنسټګر او مسؤول احمد ناصر سرمست په ۲۰۱۶ کال کې د یونیسکو له لوري د کلتوري میراثونو د خوندیتوب جایزه تر لاسه کړې وه.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ ته په ۲۰۱۰ کال کې د پوهنې وزارت له لوري پراختیا ورکړل شوه.
دا انسټیټوت د ښکلو هنرونو په زړې ودانۍ کې موقعیت لري چې د موسیقۍ ۱۵۰ زدکوونکي په کې په زدکړو بوخت دي.
د دې انسټیټوټ نیمه برخه زدکوونکي یتیم او بې سرپرسته ماشومان دي.
ویل کیږي د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټوټ نورې ځانګې به د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم جوړې شي.
یاد انسټیټوټ د افغانستان کلاسیکې او غربي موسیقۍ په برخو کې زدکړه ورکوي.
د افغانستان انسټیټوټ مشر احمد سرمست په دې اړه بې بي سي ته وویل:
"دا جایزه نه یوازې ما ته ارزښت لري بلکې د افغانستان ملي موسیقۍ انسټیټوټ لپاره هم ډېر اهمیت لري. زه فکر کوم د دغې جایزې ګټل د افغانستان، خلکو، ادب او افغاني موسیقۍ لپاره لوی ویاړ دی. زما د مالوماتو له مخې د موسیقۍ په برخه کې د پولار جایزه دومره ارزښت لري، لکه د نوبل جایزه. روښانه خبره ده چې د دغې جایزې اخیستل ما او د افغانستان ملي موسیقۍ انسټیټوټ متوجه کوي چې لا هم په مسؤلیت کار وکړو او د دغې جایزې ګټل زموږ د ډله ییز کار پایله ده. "