تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په داووس نړیوال کانفرنس کې د افغان نجونو ځانګړې موسیقي
د سويس په داووس کې افغان هنرمندو نجونو په داسې مهال د نړۍ د اقتصاد درې زرو مدیرانو ته خپله موسیقي وړاندې کوله، چې په سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسم لرل.
د افغان نجونو لومړنۍ ارکسټرا یا هنري ډلې په دې هنر سره وښودله چې د خپل ټاټوبي پر دود او د مرګ ګواښونو برلاسې شوې دي.
زهرا د ۳۵ داسې ځوانو سازنده وو ډله ده چې عمرونه یې له ۱۳ تر ۲۰ کلونو پورې او ډېری هم یتیمې یا د بې وزلو کورنیو غړې دي.
دې ټولو هنرمندو نجونو افغان ملي جامې اغوستې وې، پړوني یې پر سر وو او د لوېدیځ او جنوبي اسیا په وسیلو سره یې خپل هنر ننداره کړ.
د دوی شا ته پر واورو پوښلي غره انځور و چې د سوېس الپس یا د افغانستان هندوکش یې سترګو ته دراوه.
د افغان نجونو د دې هنر لارښوده نګینه خپلواک وه، چې له اروپا په ستنېدلو سره به خپله ۲۰ کلیزه لمانځي.
د افغانستان موسیقۍ ملي انستیتیوت بنسټګر او هنرمند احمد سرمست او ظهرا هنري ډلې د داووس غونډې پر دریځ د خپل هنر پر ښودلو ویاړ کاوه.
د هیلې زېری
هغه حاضرینو ته وویل، چې دا هنر ښودل یې "د هیلې زېری" او د هغو بدلونونو "رښتیاوالی" دی چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د امریکا په مشرۍ د طالبانو د پرځولو لپاره پر افغانستان له یرغل راهیسې پیل شوي دي.
د طالبواکۍ پرمهال( ۱۹۹۶ - ۲۰۰۱) په افغانستان کې پر ساز او موسیقي بندیز و.
ویلون غږوونکې اتلس کلنې ظریفه ادیبه د نیویارک په کرنیګي تالار کې هم خپل هنر نندارې ته وړاندې کړی او اروپا ته له تللو مخکې هیله منه وه چې له خپلې ایډیالې میشل اوباما سره په داووس کې وویني.
خو دغه مېرمن په همدغه ورځ د لومړۍ مېرمنې له نوم وتله او ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره په سپینه ماڼۍ کې وه.