د ښځو نړیواله ورځ ۲۰۲۲؛ دا ورځ له کله راهیسې او ولې لمانځل کېږي؟

د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په رسنیو کې او دغه راز له ملګرو، دوستانو اورو، خو هدف یې څه دی؟ کله لمانځل کېږي؟ جشن دی او که ویر؟ د نارینه وو ورځ هم شته؟ سږ کال به په دې مناسبت څه ډول مراسم تر سره کېږي؟ دا هغه څه دي چې په دې مطلب کې ورته لنډه کتنه شوې.

نژدې یوه پېړۍ کېږي، چې نړیواله ټولنه د مارچ میاشتې اتمه ورځ د ښځو نړیوالې ورځې په توګه لمانځي.

پیل څنګه شوه؟

کلارا زتکن نومې ښځه په نړیواله کچه د دې ورځې لمانځلو نوښتګره بلل کېږي، چې د ښځو حقونو کیڼ اړخه فعاله وه.

د مزدورانو تحریک په ډول پیل شوې د ښځو نړیواله اوس د ملګرو ملتونو لخوا منل شوې کلنۍ ورځ ده.

د ۱۹۰۸ کال په همدې ورځ د امریکا نیویارک کې د ښځو لپاره د کاري ساعتونو کمولو، مناسب معاش او رایې ورکولو حق غوښتنې لپاره لاریو وشو. یو کال وروسته د امریکا سوسیالیست ګوند په همدې ورځ د ښځو ورځ ولمانځله.

له دې وروسته ۱۹۱۰ کال کې د ښځو حقونو فعالې کلارا اتکن د ډنمارک کوپن هاګن کې د کارګرو ښځو یوه کنفرانس کې په نړیواله کچه د دې ورځې لمانځلو طرح وړاندې کړه.

په هغه کنفرانس کې د ۱۷ هېوادونو ۱۰۰ استازې وې، چې په یوه خوله یې دا طرح ومنله. په بل کال (۱۹۱۱) اتریش، ډنمارک، جرمني او سویټزرلنډ کې دا ورځ ولمانځله شوه، د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې بیا د دې ورځې لمانځلو پېړۍ ووته او سږ کال د ښځو ۱۱۱ مه نړیواله ورځ لمانځل کېږي. ۱۹۷۵

کال کې د ملګرو ملتونو له منظورۍ وروسته دا ورځ رسمي شوه او ۱۹۹۶ کال کې بیا د ملګرو ملتونو لخوا د ''ماضي جشن او د راتلونکي لپاره د پلان '' شعار ورکړل شو.

ولې د مارچ پر اتمه لمانځل کېږي؟

د جولیئن کال له مخې د فبرورۍ پر ۲۳ مه چې روسیه کې د ښځو اعتصاب پيل شو، د جورجیئن جنترۍ له حسابه د مارچ اتمه وه، چې له همدې حسابه هر کال د مارچ پر اتمه ورځ د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي، خو د یادونې ده، چې کلارا د دې ورځې لپاره د کومې ورځې ځانګړې نېټه نه ده یاده کړې.

تر ۱۹۱۷ کال پورې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې ترڅ کې د روسیې ښځو د ''ډوډۍ او سوله '' له شعار سره اعتصاب پیل کړ، او څلور ورځې وروسته د روسیې هغه مهال واکمن څوکۍ پرېښوده او ښځو ته د رایې ورکولو موقت حق ورکړل شو، دا ورځ ځانګړې نه وه.

ولې خلک ارغواني رنګه کالي اغوندي

ارغواني، زرغون او سپن رنګونونو ته د ښځو نړیوالې ورځې سره مناسبت ورکول کېږي.

ارغواني رنګ د انصاف او وقار رنګ بلل کېږي، زرغون رنګ هیله مندي ښيي او سپین رنګ ته له سپېڅلتیا سره تناسب ورکول کېږي، خو دا یو څه ناندریز بلل کېږي، ځکه بریتانیا کې ۱۹۰۸ کال د ښځو سیاسي او ټولنیزې اتحادیې سره هم تړاو ورکول کېږي.

د نارینه وو ورځ هم شته؟

هو، شته او دا ورځ د نومبر میاشتې پر ۱۹ مه لمانځل کېږي، چې له ۱۹۹۰ راهیسې پیل شوې.

که څه هم ملګرو ملتونو دا ورځ په رسمیت نه ده پېژندلې، خو د بریتانیا په ګډون یې د اتیا هېوادونو خلک لمانځي.

منتظمین یې وايي، د دې ورځې هدف د نارینه وو له لوري په نړۍ کې او دغه راز ''په خپله ټولنه او کورنۍ کې د مثبت اغېز '' دی او دغه راز یې مقصد ''د جنسیتونو تر منځ اړیکو کې غوروالی رامنځته کول دي. ''

معلومه نه ده، چې چا د دې ورځې لمانځل پیل کړي، خو ویل کېږي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ایټالیا په روم کې د دې ورځې لمانځل پیل شوي او اوس هم هر کال پر همدې ورځ په ایټالیا کې د مموسا په نامه ګلان ورکول کېږي.

بل لور د روسیې په ګډون چې هر کال پکې د مارچ اتمه د ګلانو پلور ډېر شي، ګڼ شمېر هېوادونو کې د مارچ اتمه دولتي رخصتي وي.

په چین کې بیا حکومت په همدې ورځ ښځو ته د نیمايي ورځې رخصتي ورکوي، خو ډېری شرکتونه بیا خپلو کارګرو ته رخصتي نه ورکوي.

امریکا کې د مارچ ټوله میاشت د ښځو تاریخ میاشتې په توګه یادېږي، د ولسمشرۍ له لوري د ټول کال اوږدو کې د نوښتګرو بریالیو ښځو یادونه کېږي او مډالونه/ جایزې ورکول کېږي، خو سږ کال به د کورونا وبا له کبله دا مراسم په انلاین توګه لمانځل کېږي.

کملا هرېس د امریکا تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده، چې د ولسمشر مرستیالۍ مقام ته ورسېده.

ملګرو ملتونو د سږ کال ۲۰۲۲ مارچ اتمې ورځې لپاره د ''تلپاتې راتلونکي لپاره جنسیتي مساوات '' شعار غوره کړی او د سږ کال مراسمو کې به د اقلیمي بدلون لړ کې د ښځو مبارزې ته کتنه کېږي.

خو په بېلا بېلو هېوادونو کې په دې مناسبت ځینې نور شعارونه هم غوره شوي، د بېلګې په توګه د #BreakTheBias له هشټګ سره له خلکو د یوې داسې نړۍ تصور غوښتل کېږي چې تبعیضي چلن او تعصب پکې نه وي.

دې ورځې لمانځلو ته څه اړتیا ده؟

تېر یوه کال کې د ښځو حقونو لړ کې د پرمختګ پر ځای شاتګ لیدل شوی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو ژوند کې بدلون راغی، نجونو ته د ښونځي تګ اجازه نه ورکول کېږي، د ښځو چارو وزارت له منځه یوړل شو او له ګڼ شمېر ښځو د کار او فعالیت حق واخیستل شو.

په بریتانیا کې د ښځینه پولیس افسرې ساره اېورراډ له وژل کېدو وروسته د ښځو خوندیتوب په هکله بحثونه کېږي او په امریکا کې د حمل زیان لړ کې بندیزونه لګول کېږي. کورونا وبا هم د ښځو حقونو لړ کې منفي اغېز لري.

د ۲۰۲۱ کال ملګرو ملتونو یو رپوټ ښيي چې د ۱۳ هېوادونو هره دویمه ښځه یا پخپله تاوتریخوالي سره مخامخ شوې او یا یې له بلې ښځې سره د زور زیاتی حال اورېدلی.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۱ کال په همدې ورځ د کورونا وبا سره سره لاریونونه او مظاهرې وشوې.

کملا هرېس ۲۰۲۱ کال کې د امریکا ولسمشر مرستیاله وټاکل شوه. په تیونس کې لومړی ځل ښځه ولسمشره شوه او په استونیا، سویډن، سامونا او تیونس کې لومړی ځل ښځینه لومړۍ وزیرانې وټاکل شوې.

د دې تر څنګ د ''مې ټو '' غورځنګ هم د هېرولو نه دی چې ۲۰۱۷ کال کې پیل شو او اوس ټولې نړۍ ته رسېدلی دی.