تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: د پاکستان ښځې له پرمختګ محرومې دي
د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ښودلې چې د ښځو او نجونو په وړاندې جنسیتي تبعيض په ټوله نړۍ کې موندل کیږي، خو پاکستان په هغو څلورو هیوادونو کې شمیرل کیږي، چې په ځانګړي توګه په دې راپور کې یاد شوي.
په دغو هېوادونو کې ۴۹ میلیونه ښځې له ۱۸ څخه تر ۴۹ کلنۍ پورې له اساسي او بنسټیزې پراختیا څخه محرومې دي.
همداشان، له ۱۸ کلونو څخه مخکې واده، زدکړې ته لاس رسی، د روغتیا په هکله په خپله د پړېکړې کولو توان او د کار کولو پریکړې په کې شاملې دي.
نړیوالو مشرانو کابو درې کاله وړاندې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د نړیوالې پراختیا اجنډا تصویب کړه او پر ۱۷ موخو یې ووېشله.
پر دې سربېره، په دې راپورکې ځینې عملي سپارښتنې هم ورکړل شوي، چې څنګه باید کړنلارې عملي شي.
راپور په ډاګه کوي چې په یاد هېواد کې د سړیو او ښځو د عاید او مقام ترمنځ لوی توپیر شته.
د راپور له مخې د پاکستان ډیرې خوارې ښځې د سېند، سراییک او پښتون مېشتو سیمو ښځې دي.
په ورته وخت کې، نورې نښې نښانې هم شته چې ښیي خوارې ښځې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې اوسږي.
ښځې د بې وزلۍ له امله کار کولو ته مجبورې دي مګر دوی له ستونزو سره مخامخ دي، چې له ډلې یې جنسیتي تبعیض، کم چانسونه او لږ معاشونه د دې دلیلونه دې چې پاکستان کې کمې ښځې کار کوي.