طالبان: ښځې له شرعي محرم او عام خلک له عذر پرته بهرنيو هېوادونو ته سفر نشي کولی

افغان طالبانو ویلي، افغانې ښځې له دې وروسته نشي کولی چې له شرعي محرم پرته له افغانستان بهر نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هغه افغانې محصلینې چې بهرنیو هېوادونو تحصیلي بورسونو ورکړي، باید بهر ته یې د سفر لپاره یوه لاره وسنجول شي.

نوموړي همدا راز ویلي، هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، مخه به یې نیولې کېږي.

د طالبانو ویاند ویلي، "په بهرنیو هېوادونو کې ځینې افغانان په بد وضعیت کې ژوند کوي او دوی (طالبان) نه غواړي چې نور افغانان هم په ورته برخلیک اخته شي".

ښاغلي مجاهد د یکشنبې پر ورځ خپل خبري کنفرانس کې همدا راز ادعا وکړه چې هغو ټولو افغانو محصلینو سره مرسته شوې ده چې دا مهال د اوکرایین کړکېچن وضعیت کې ایسار پاتې دي.

یاده دې وي چې طالبانو د تېر کال دسمبر میاشت کې په هېواد کې دننه هم د ښځو د سفر په اړه یو لړ فرمانونه صادر کړي وو.

هغه مهال د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا یو لارښود خپور شوی و چې د موټر چلوونکو ترمنځ ویشل شوی و تصویرونه یې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي وو.

دې لارښود کې راغلي وو چې موټر چلوونکي باید بې حجابه میرمنې موټر ته پورته نه کړي، موټرو کې موسیقي و نه غږول شي او هغو ښځو ته چې له ۷۲ کیلو مترو اوږده سفرونه ولري او محرم نارینه ورسره نه وي په موټر کې ځای ورنکړل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان په تېر کې ویلي، د طالبانو لخوا د ښځو د سفر په اړه نوی محدودیت چې له مخې یې باید ښځې له محرم نارینه پرته اوږده سفرونه ونه کړي، د ښځو د زنداني کولو په لور یو ګام دی.

د بشري حقونو د څار سازمان یوې چارواکې هیتر بار تېره دسمبر میاشت کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي وو، د طالبانو دا نوی فرمان په افغانستان کې له ښځو نه نورو ښارونو ته، او د کار او کسب لپاره د ازادانه تګ راتګ فرصت اخلي.

دغه چارواکې دغه راز ویلي وو، د دې محدودیت له امله به ښځې نه شي کولای چې ان له کورني تاوتریخوالي سره د مخامخېدو په صورت کې هم وتښتي.

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو د هغو سیاستونو یو اوږد لست هم وړاندې کړی و چې په هغو کې د ښځو له حقونو نه سرغړونه کېږي.

خو بل لور ته طالبان بیا ټینګار کوي چې افغانستان کې ټولې ښځې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې له خپلو ټولو حقونو برخمنې دي.

دا ډله د ښځو د حقونو په اړه د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو ادارو نیوکې او تورونه په کلکه ردوي او بې اساسه پروپاګند یې بولي.