تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: طالبان د افغان ښځو پر ضد جنسیتي تبعیض ته سیستماتیکه بڼه ورکوي
د ملګرو ملتونو بشري حقونو کمېسیون وايي، افغانستان کې د طالبانو مشران د ښځو او نجونو پر ضد تاوتریخوالی او د جنسیت پر بنسټ ولاړ تبعیض تنظیموي.
په یوه اعلامیه کې ملګرو ملتونو ویلي، د طالبانو تګلاره ښځو او نجونو ته یو ډول ډله ییزه سزا رامنځته کوي.
د ملګرو ملتونو په وینا له کار او زدکړو د ښځو ایستلو ستراتیژي افغان ښځې د فقر او بیوزلۍ پر لور بیايي.
په اعلامیه کې راغلي، دغه تبعیضي پالیسۍ کار ته د ښځو ستنېدو مخنیوي، په عام محضر کې له ښځو سره د نارینه محرم شتون لازمي کولو، له یوازې سفر کولو او یا په عامه ټرانسپورټ کې د دوی د سفر مخنیوي او دغه راز د کالیو په برخه کې د ځانګړو بندیزونو له لارې پلي کېږي.
د اعلامیې په ټکو دغه پالیسي پر ښځو د فعالیت، بیان او سیاسي چارو کې د ګډون بندیزونو تر څنګ د ژوند لپاره د دوی پر کاري وړتیاوو هم اغېز کوي او دوی د بیوزلۍ پر لور بیايي.
اعلامیه کې راغلي: ''په هېواد کې له روان بشري بحران سره سره هغه ښځې له دې اقداماتو ډېرې اغېزمنې شوې، چې د کورنیو مشري ورپرغاړه ده. ''
طالبانو د ملګرو ملتونو تازه څرګندونو ته غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې دا ډول رپوټونه رد کړي دي. طالبان وايي ښځو ته حقونه ورکوي خو د اسلامي شریعت له اصولو سره سم.
بل لور پر یکشنبه افغان پلازمېنه کابل کې یو شمېر ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهره وکړه.
د دې مظاهرې یوې ګډونوالې ویلي، طالبانو د دوی هغې مظاهرې مخنیوي لپاره چې کابل کې یې طالبانو یوې امنیتي پوستې ته څېرمه د یوې پېغلې وژل کېدو پر ضد کړې وه، پر احتجاج کوونکو اوړه شوي مرچ وشیندل.
مظاهره کوونکو ښځو ادعا کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په مزار شریف او هرات کې یو شمېر ښځینه فعالانې تري تم شوې او دغه راز یې پر ښځو د 'اجباري حجاب ' تحمیلولو پر ضد شعارونه ورکول.
واک ته له رسېدو وروسته د تېر کال سپتمبر کې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل.
له هغه راهیسې طالب مشران په تکرار سره وايي، چې په دې تړاو یوه تګلاره چمتو کوي او ژره به ټولو نجونو د ښونځي تګ اجازه ورکړي.
طالبانو وړمه ورځ دې لړ کې وویل، تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي.