تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بې پولې خبریالان: ۴۰ سلنه افغان رسنۍ تړل شوې، ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې
د بې پولې خبریالانو ټولنې ویلي د طالبانو بیا واک ته رسېدو را وروسته موده کې ۴۰ سلنه افغان رسنۍ تړل شوې او اتیا سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
دې ټولنې په یوه ارزونه کې چې د افغانستان ازادو خبریالانو ټولنې سره په ګډه ترسره شوې ویلي، په تېرو څلورو میاشتو کې افغانستان کې د رسنیو لپاره چاپیریال بشپړ بدل شوی او تر ټولو ډېر زیان ښځینه خبریالانو ته رسېدلی.
د دې ټولنې رپوټ کې ویل شوي چې افغان رسنۍ له مالي پلوه هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او د سوداګریزو اعلاناتو له پلوه عاید یې له نشت سره برابر دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې ارزونه ښيي چې په تېرو څلورو میاشتو کې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوې او ۶۴۰۰ خبریالانو له خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
له دې ډلې له هرو پنځو ښځینه خبریالانو څلور یې بې دندې شوي دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي چې سږ کال او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وړاندې افغانستان کې ۵۴۳ رسنیو فعالیت درلود خو اوس ۳۱۲ پاتې دي.
دغه راز دا ټولنه وايي چې ۴ میاشتې وړاندې د افغانستان په هر ولایت کې لږ تر لږه لسو رسنیو فعالیت درلود خو اوس په ځینو ولایتونو کې یوه خصوصي رسنۍ هم نشته.
یوازې په کابل کې له پنځوسو زیاتې رسنۍ غیر فعاله شوي دي. د رسنیو د تړل کېدو په پایله کې یو زیات شمېر خبریالان هم بې کاره شوي دي.
د اګست میاشتې په لومړیو کې او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څو ورځې وړاندې له پنځوسوو زیاتو رسنیو فعالیت درلود چې شاوخوا لس زره او اته سوه کسانو په کې کار کاوه او له دې ډلې ۲۵۰۰ یې مېرمنې وې.
خو د بې پولې خبریالانو او د افغانستان د ازادو خبریالانو د ګډې ارزونې پایله ښيي چې دا شمیر اوس ۴۴۰۰ کسانو ته را کم شوی دی. چې یوازې ۴۰۰ یې منرمنې دي.
دا ټولنه وايي په ولایتونو کې د رسنیو وضعیت ناوړه ده او په ۱۵ ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله نشته.
بې پولې خبریالانو د طالبانو له خوا پر رسنیو د فشار په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي رسنۍ او خبریالانو اړ دي چې د طالبانو ۱۱ ماده ییزه کړنلاره عملي کړي.
دې ټولنې ویلي دې کړنلارې سانسور او د خبریالانو عدلي تعقیب ته لاره هواره کړې ده او په دې سره خبریالان خپلواکي نه لري.
په رپوټ کې ویل شوي چې په ځینو ولایتونو کې طالبانو رسنۍ اړ کړي چې د موسیقۍ خپرونو پر ځای دیني خپرونې چمتو کړي.
دې ټولنه کې د افغانستان د څانګې مشر رضا معیني ویلي اړتیا ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو بشپړ له منځه تللو بهیر ودرول شي.
بې پولې خبریالانو له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو د امنیت خونديتوب او د ښځینه خبریالانو د برخلیک په اړه دې ډاډ ورکړي.
د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره د خبریالانو د وهلو ټکولو پېښې رامنځته شوي دي.
وړمه ورځ د خبریالانو یوې ټولنې وویل چې په یوه اونۍ د پنځو خبریالانو د وهلو ټکولو پېښې رامنځته شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بې پولې خبریالانو ته ویلي چې طالبانو د رسنیو ازادۍ ته چې د ملي ګټو او شریعت خلاف نه وي درناوی کوي.
ده زیاته کړې د طالبانو حکومت غواړي شته رسنۍ فعالیت ته دوام ورکړي او د نورو رسنیو د فعالیت د پیل لپاره هم یوه لاره ولټول شي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې اجرایوي مشر حجت الله مجددي ویلي د نږدې نیمو افغان رسنیو له فعالیت لوېدل او له شپږ زرو زیاتو کاري فرصتونو له منځه تلل د بیان ازادۍ لپاره یو ناورین دی.
ده خبرداری ورکړی چې که نړیوال بنسټونه ، رسنۍ او خبریالان له افغانستان سره مرسته ونکړي او طالبان هم دې برخه کې عملي ګامونه وانخلي پاتې پنځوس سلنه رسنۍ به هم له فعالیته لاس په سر شي.