تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نی: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغانستان کې ۲۵۷ رسنۍ بندې شوې دي
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی ویلي، له هغه مهال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي په دې هېواد کې له ۲۵۷ ډېرې رسنۍ د محدویتونو، په خپله د طالبانو لخوا او یا د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي.
نی همدا راز وایي، دې موده کې په سلو کې څه باندې ۷۰ تنه د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم له هېواد وتلي دي.
طالبانو همدا راز تېره اوونۍ رسنیو ته یو لړ نوي اصول وټاکل، چې له مخې یې تلویزونونه باید هغه سریالونه خپاره نه کړي چې ښځینه ممثلینو په کې رولونه لوبولي وي، او ښځینه ویاندویانې هم باید 'حجاب وکړي'.
خو د رسنیو ځیني مسوولین وايي که د طالبانو لخوا لګول شوي محدویتونه په بشپړه توګه عملي شي نو ډېری تلویزیوني چینلونه او رسنۍ به اړې شي چې خپلې دروازې وتړي.
د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون غړی حجت الله مجددي بي بي سي ته ویل د تلویزنونو لپاره دا نوي محدودیتونه د تمې خلاف وو او ښايي د ځینو تلویزوني چینلونو د تړل کېدو لامل شي.
د بې پولو خبریالانو ټولنې د طالبانو لخوا پر رسنیو لګول شويو وروستیو محدویتونو په اړه ویلي، په داسې حال کې چې طالبان په خپلو تبلیغاتو کې وايي چې یو شمېر ښځینه خبریالانې کولای شي بېرته خپلو دندو ته ستنې شي خو په عمل کې له غیرې ضروري محدویتونو سره د هغوی د کار مخه نیسي.
د بې پولو خبریالانو د ټولنې په وینا له تلویزونونو د ښځو د تصویرونو لېري کول او دا چې ښځینه ویاندویانې دې حجاب مراعت کړي په اجباري ډول تحمیل شوي دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو د څار سازمان په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي ځیني طالب چارواکي په افغانستان کې خبریالان ګواښي.
دا سازمان وايي د طالبانو د استخباراتو چارواکو هغه خبریالان په مرګ ګواښلي چې پر طالبانو یې نیوکې کړي او خبریالانو ته یې ویلي چې د هر رپوټ له خپرولو دمخه د هغوی تایید واخلي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیالې مشرې پټریسیا ګاسمن ویلي، پر رسنیو د طالبانو لخوا نوي لګول شوي محدویتونه د هغو پراخو هڅو څرګندونه کوي چې د طالبانو پر حاکمیت د نیوکو د غلي کولو په خاطر کېږي.
ځینو خبریالانو نوموړي سازمان ته ویلي د طالبانو لخوا د سرغړونو په اړه د رپوټونو له خپریدو سمدستې وروسته د سیمه ییزو طالب چارواکو لخوا احضار شوي دي.
خو طالبانو په تېر کې دا ډول تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ بشپړه ازادي لري، خو باید دیني ارزښتونو او د افغانستان کلتوري حساسیتونو ته پام وکړي.