تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نغمه طالبانو ته؛ نجونو ته ورکړل شوی "خدايي حق ترې مه اخلئ"
د افغانستان وتلې سندرې غاړې نغمې له طالبانو غوښتنه کړې چې "نجونې ښوونځیو ته پرېږدي او خدايي حق دې ترې نه اخیستل کېږي."
ښاپیرۍ نغمې په دې وروستیو کې د افغان نجونو د تړلو ښونځیو د پرانیستې غوښتنه په یوې داسې سندره کې کړې چې له موسیقۍ پرته یې ویلې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې د نجونو د زدکړو مخه دې نه نیسي.
نوموړې وايي له دغه سندرې یې موخه دا وه چې اوسني چارواکي باید ژر تر ژر د نجونو ښوونځي پرانیزي.
له سید عبدالله نظامي سره په مرکه کې میرمن نغمې ویلي، طالبان یې "د سندرو مینه وال دي" او تمه لري غږ به یې واورېدل شي.
هغه زیاتوي "دا حقیقت دی طالبان همیشه زما سندرې اوري. ټول زما مینه وال دي، زما علاقمند دي، موسیقي داسې یو شی دی چې هره ټولنه ورته ضرورت لري، هر انسان هر زړه ورته ضرورت لري. او دوی زما مینه وال دي، د دوی په ترانو کې چې دا اوس زه وینم، ټول زما طرزونه دي. نو که دوی سندرې نه اوري نو دا طرزونه یې څنګه زدکړي؟"
هغه وايي، د نجونو د زدکړو لپاره به د خپل هنر له لارې کمپاین ته دوام ورکړي.
میرمن نغمه وايي، د امنیت او ټیکاو په برخه کې د طالبانو هڅې د ستاینې وړ دي خو پر مېرمنو لګول شوي محدودیتونه به افغانه ټولنه شاتګ ته اړ کړي.
مېرمن نغمې دا سندره داسې مهال ویلې چې طالبانو افغانستان کې له شپږم پورته ښوونځي له نژدې ۴۵۰ ورځو راهیسې تړلي دي.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو ټولنو او په کور دننه فعالانو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.
طالبانو واک ته له رسېدو تر دا اوسه پرلپسې ویلي د نجونو د تړلو ښونځيو لپاره په شرایطو او تګلارو کار کوي خو تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه لېدل کېږي.