تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د نجونو پټ ښوونځی
په افغانستان کې د نجونو تعلیم لپاره پټ ښوونځي جوړ شوي دي ځکه طالبان نجونې رسمي ثانوي ښوونځیو ته نه پرېږدي. طالب مشران ټینګار کوي چې د نجونو منځني ښوونځي به بالاخره بېرته پرانستل شي، خو ډېر افغانان وايي هیلې یې تتې شوې دي.
کله چې طالبانو د دې کال په پیل کې نجونو ته د درسونو د بیا پیلولو اجازه ور نکړه، حتی هغه کسان هم ترې نهیلي شول چې پخوا یې له دغې ډلې سره خواخوږي درلوده.
د بي بي سي خبریال سکندر کرماني په کابل کې د نجونو یوه پټ ښوونځي ته ورغلی وو او دغه رپوټ یې را لېږلی دی.