تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مینوپاز څه دی او پرې نه پوهېدل مو پر کور او ژوند څه اغېز کولای شي؟
- Author, کریمه نعیمي
- دنده, بي بي سي
کریمه نعیمي د خپلو تجربو په رڼا کې د مينوپاز یا د میاشتني عادت د درېدلو په اړه دې لیکنه کې د ښځو د ژوند د دې پړاو نښې نښانې یادوي او د درملنې ممکنه لارې یې په ګوته کوي.
_____________________________________________________________________________
پر ما د مینوپاز دوره را روانه وه خو په اړه یې ما معلومات نه درلودل او نه مې پرې یوه پاڼه لوستې یا موندلې وه.
له موره مې اورېدلي وو چې مینوپاز په ۵۰ کلنۍ کې ښځو ته ور پېښېږي او ورسره میاشتنی عادت نور پای ته رسېږي. د دې معلوماتو پر بنسټ مې فکر کاوه چې دې دورې ته خو ډېر وخت شته.
څو کلونه وړاندې مې همکارې ثنا ساپۍ د ښځو د روغتیا په اړه خپرونې جوړولې، هلته مې د لومړي ځل لپاره د اېچ.ار.ټي (HRT) یا هورمون رېپلېسمېنټ تراپۍ کلمه هم تر غوږ شوه.
بیا پر بي بي سي د ښځو د روغتیا یو پروګرام جوړ شوی و چې له یوې بلې همکارې سره مې ورغلم. هلته مو د مینوپاز په اړه ډېر څه واورېدل خو بیا هم دا خبرې لرې ښکارېدلې او معلومات مې یې هغسې جدي ونه ګڼل چې باید ګڼلي مې وای، تر هغو چې څو کلونه وړاندې د مینوپاز علایم زما د هغه مهال د معلوماتو په ګومان تر وخت وړاندې زما په وجود کې پیل شول.
د مینوپاز نښې یا علایم
پر سر به مې درد و، فکر مې کاوه ستړې یم، زکام یم، فشار مې کښته دی. هېڅ ډول کار ته مې لاس نه ورته، زړه مې و ټوله ورځ په استراحت تېره کړم. د شپې به خوب نه راته یا خو به په نیمه شپه کې راپاڅېدلم او بیا به نه شوای وېده کېدلای. بدن مې خولې کېده، پر کوچنۍ خبره مې ژړل، ژر ژر غوسه کېدلم، د چا هغه ښه خبره لا پر ما بده لګېدله.
تر تشخیص وړاندې دې علایمو ما سره ۳ کلونه تېر کړل. کله به زیات وو او کله به ورک شول. خو بیا داسې وخت راغی چې د میاشتې په اوږدو کې به څو اوونۍ دغو نښو زه خپل ورځني ژوند ته نه پرېښودلم.
ډاکټرې ته ورغلم، څو ځله مې له دې نښو نښانو شکایت وکړ، هغې به د وینو معاینات را ته ولیکل. هغه به سم وو.
ما به ورته وویل، د زړه ټکان مې تېز دی. هغوی به د زړه سکن ته ولېږلم. ما به له رواني رنځه شکایت ورته وکړ، هغوی به راته ویل چې ته د افغانستان یوه مېرمن یې- کورنۍ جګړه دې تجربه کړې، په رسنۍ کې کار کوې نو واضح ده چې له رواني پلوه به اغېزمنه یې، ځان ته بله دنده ولټوه او د افغانستان په اړه خبرونه مه ګوره.
د درېیو کلونو په اوږدو کې مې له ټولو عصري لارو چارو کار واخیست. سخت بدني ورزش مې کاوه.
یو ځل مې ډاکټرې ته وژړل، ما ورته وویل، زما حافظه سمه نه ده، زما هر څه هېږېږي او پر فکر مې لکه یوه پرده چې غوړېدلې وي. هلته هغې راته وویل چې دا ښایي د مینوپاز علایم وي.
ما ورته وویل: مینو پاز؟ زما خو لا د ۴۰ کلنی پیل دی، دا دوره په ۵۰ کلنۍ کې نه وي؟
هغې راته وویل، موږ یوه ډاکټره لرو چې په دې اړه تر نورو ډېره پوهېږي، ښه خبره به دا وي چې له هغې سره وغږېږې.
د مینوپاز درې پړاوونه
دا ځانګړې ډاکټره د مینوپاز په ټولو نښو او علایمو ښه پوهېدله. هغې راته وویل، که درې کاله وړاندې مې لیدلې وای، نو درملنه به مو هم ژر تر ژره پیل کړې وای. هغې زیاته کړه چې مینوپاز درې پړاوه لري.
په لومړۍ دوره کې یې میاشتنی عادت عادي وي، کوم تغییر نه پکې لیدل کېږي خو علایم یې ورځنی ژوند اغېزمنولای شي. دا دوره چې (Perimenopause) یا تر مینوپاز وړاندې پېر نومېږي ښایي کلونه وخت ونیسي او بیا دوهمه دوره پیلېږي چې هلته بیا میاشتنی عادت هم پای ته رسېږي. او درېیمه دوره کې که څه هم میاشتنی عادت نه وي خو نښې یې ښایي دوام وکړي.
له هغې ورځې را په دېخوا مې د مینوپاز په اړه د معلوماتو پر را غونډولو پیل وکړ. هکه حېرانه په دې وم چې په کومه کچه یې په هکله د معلوماتو له کمښت سره مخامخ وم. په دې اړه بیا بیا فکر کوم چې دا ولې؟ ولې موږ ښځې په دې اړه نه غږېږو؟
د ښځو دغه درې سره دورې چې میاشتنی عادت، میندواري-ولادت او بیا مینوپاز دی، ټول یو په بل پسې راځي.
موږ ښځو ته په خپله ټولنه او کورنۍ کې د میندوارۍ او ولادت په اړه معلومات را کول کېږي او ځانګړی پام راته کېږي خو خبره چې کله پر مینوپاز راشي، ټول یې چوپه خوله له ځان سره زغمي.
په دې اړه نه غږېدل ښځو ته څومره تاوان اړولای شي. د هغوی د کورني ژوند فضا خرابوي او د ډاکټرانو په وینا، په اوږده مهال کې نورې پېچلي ناروغۍ ترې پېښېدلای شي.
د درملنې لارې
د مینوپاز په اړه هغې تکړه ډاکټرې را سره ډېره مرسته وکړه.
تر یو لړ معایناتو وروسته یې راته وویل، تشخیص یې سم و او د درملنې په اړه یې څو لارې را په ګوته کړې.
د اېچ.ار.ټي (HRT) نوم چې ما له وړاندې له خپلې همکارې اورېدلی و، سم لاسي مرسته راسره وکړه.
لا له وړاندې مې د دې درملنې په اړه مطالب ولوستل.
اېچ.ار.ټي یا هورمون رېپلېسمېنټ تراپي هغه درملنه ده چې له لارې یې په بدن کې د ایسټروجن (Estrogen) او پرو جېسټرون (Progesterone) هورمون انډول ساتي او کمښت یې پوره کوي او له دې سره د مینو پاز اعلایم را کموي.
دا چې د هرې ښځې د بدن د ایسټروجن هورمون جوړښت توپیر سره لري نو ځکه یې تر۵۰ لا زیات د درملو ډولونه شته چې هر یو باید لږ تر لږه ۳ میاشتې وازمایل شي.
زما ډاکټرې همدا درمل ۴ ځله را بدل کړل چې معلومه شي کوم ډول یې زما بدن باندې کار کوي یا همغږي ورسره ښيي.
د مینوپاز د علایمو او درملنې په اړه مې د ډاکټرې لویز نیوسن کتاب مینوپاز (Louise Newson - Menopause) ولوست او د بي بي سي د مینوپاز کفې له ډلې سره یو ځای شوم چې په میاشت کې یو ځل غونډه لري.
په بریتانیا کې د ګڼو خیریه ټولنو تر کمپاین وروسته، اوس د دې ځای حکومت دغه درملنه د ښځو لپاره وړیا برابروي.
له ښه مرغه د بریتانیا په ادارو او کارځایونو کې اوس تر بل هر وخت په دې اړه پوهاوی زیات شوی او تګلارې جوړې شوې دي.
دوی وایي، مینوپاز یوزاې د ښځو روغتیایي ستونزه نه ده، ځکه چې اغېز یې پر کورنۍ او کارځای دواړو باندې پرېوځي.
د ښځو د روغتیا په تړاو په تېره بیا د مینوپاز په باره کې ټول مطالب او کتابونه پر یوه خبره ډېر ټینګار کوي او هغه د دې دورې په اړه پر وخت او سم معلومات درلودل دي چې نه یوازې باید مېرمنې په دې اړه پوه وي بلکې د کورنۍ سړي یې هم باید معلومات ولري.