تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو میاشتنی عادت او بې ځایه باورونه
په تېره لیکنه کې مو ولوستل چې میاشتنی عادت په افغانستان کې د نجونو په زده کړو څه اغېز کوي.
دا ځل د میاشتني عادت موضوع یو ځل بیا راسپړو، او ګورو چې ولې په افغانه ټولنه کې له دې موضوع سره ګڼ شمېر ناسم باورونه او عقیدې تړلې دي
پيل به د یوې نجلۍ له کیسې وکړو.
"دولسم ټولګي وو. بیولوژي کې مو د ښځو د بدن جوړښت لوست. ښوونکې نجونو ته مخ کړ. وروځې یې کش کړې، کتاب یې پر کوچني مېز کېښود، ویې ویل، "ګورئ نجونو! که میاشتني عادت کې مو مسکن دارو وخورئ، تاوان درته لري. ښايي نورې باکره پاتې نه شئ"
د نجلۍ په وینا ، یوازې دا خبره نه وه چې د ښځو د ژوند د یوه طبیعي حالت، یعنی د میاشتني عادت په اړه یې اوریدلې وه. هر وار به یې یو نه یو څه اورېدل. څه وخت وړاندې پوهنتون کې نجونو خپلو کې سره ویل چې کافي هم باید ونه څښل شي.
یونیسف افغانستان کې د میاشتني عادت او په اړه یې د پوهاوي پر موضوع څیړنه کړې. موندنې یې ښيي چې ګڼ شمېر ښځې د پورته یادو شویو ناسمو عقیدو له امله تریخ ژوند تېروي.
دا څیړنه ښيي چې د میاشتني عادت په ورځو کې ښځو ته د ناولې یا ناپاکې په سترګه کتل کیږي.
تورپېکۍ مومند یو له همدې څېړنکو وه. راته ویې ویل:
"ځینې داسې وې چې ډوډۍ به یې ورته بېلوله. په یو دسترخوان یې له هغو ښځو او نجونو سره نه خوړله چې میاشتنی عادت به یې و. ځینې به یې تیاره کې ساتلې، لمر به یې نه پرې لیدلو"
ملالۍ د دولسم ټولګي زده کوونکې ده. دې راته وویل:
"د اسلامي زده کړو ښوونکې مو چې راشي، ټولو ته ووايي چې که ناجوړې یئ. یا له ټولګي ووځئ، یا د ټولګي شاته کېنئ او کتاب مه لمسوئ"
ملالۍ ته ویل شوي، چې ګوندې دې وخت کې ښځه ناپاکه وي. خو ډاکټرانې وايي، د میاشتني عادت وینه د بدن د بلې هرې برخې په څېر ده. تر هغو چې نجلۍ په کومه ناروغۍ نه وي اخته، دا یې د سلامتۍ نښه ده.
یونیسف دا هم موندلې چې په افغانستان کې ډېرو ځایونو کې باور دا دی چې که نجلۍ له "پډ یا کوټېکس" کار واخلي، د عمر تر پایه به یې وینه بهېږي.
خو د همدې څېړنې یوه برخه کې لیکل شوي، تر ټولو سالمه طریقه د کوټېکس کارول دي. او که نجونې ټوټې کاروي، باید له ښو مینځلو وروسته یې لمر ته وچې او بیا یې اوتو کړي.
پوښتنه دا ده چې داسې یوه ټولنه کې چې دا مسله تابو ده یا خلک پرې له څه ویلو د شرم له امله ډډه کوي، څومره نجونې به زړه ښه کړي په تناب دا ټوټې ویړې کړي؟
دوی کې دا باور هم و چې که کوټېکس وکارول شي، د میاشتني عادت پر وخت کارول شوې ټوټې یا کوټېکس باید ونه سوځول شي. که یې وسوځوي نو نجونې به شنډې شي. په دې مانا چې اولاد به یې نه کېږي.
توپېکۍ بي بي سي ته وویل، ډېرو کورنیو باور درلود که د نجلۍ میاشتنی عادت راشي نو واده ته تیاره ده. میندو او پلرونو به یې ویل چې که خپله لور واده نه کړي، د دوی لمونځ نه قبلیږي. په همدې دلیل اکثریت نجونې له ښوونځیو هم ایستل شوي.
خواړه بل لوی جنجال و، چې نجونې ورسره مخ وې. مثلا، باور دا دی چې مستې، سړې اوبه، تروش خوراکونه، او اوومه سابه باید ونه خوړل شي.
د خلکو باور دا و چې که نجلۍ دې وخت کې ځان پرې مینځي، پیریان پرې کیني. یا شیشکه کیږي. وېښته باید ږمنځ نه کړي، نوکان پرې نه کړي. تورپېکۍ ویل، همدې باورنو اکثریت نجونې منزوي يا یوازې کولې. دوی د خپلو خپلوانو کره نه تلې. ان د خوښيو مراسمو کې یې ګډون نه کاوه.
موږ دا ټولې خبرې د کابل میشتې نسايي او ولادي ډاکټرې طاهرې حکمت شېنوارې مخته کېښودلې. هغې وویل:
"حفظ الصحه تر هر څه دې وخت کې مهمه ده. کوټېکس یا پډ کارول تر بل هر څه اوس غوره دي. هر ډول خوراک، په تېره بیل معاییات اړین دي. دې وخت کې درد یوه طبیعي مسله ده. او که ډېر شدید وي یو مسکن دې وخوړل شي، هېڅ تاوان نه لري"
خو د ډاکټرې دا خبرې عامېدل او د شته دودیز فکر بدلول اسانه نه دي. وخت غواړي. او دغه وخت ښایې د لا نورو نجونو د عادي هوساینې مخه ونیسي.