تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د میاشتني عادت 'شرم' له کبله نجلۍ ځان وژلی
هند کې یوې ۱۲ کلنې نجلۍ له هغه وروسته ځان وژلی چې د حیض 'ښځینه میاشتني عادت ' وینې څاڅکو له کبله ښوونکې ترټلې وه. له ځانوژنې مخکې نجلۍ پر یوه کاغذ نوټ لیکلی او ښوونکې یې په 'زور زیاتي ' تورنه کړې ده.
که څه هم دغې نجلۍ په لیکلي کاغذ کې د حیض یادوونه نه ده کړې، خو مور یې ویلي، چې د وینې داغونو له لیدو وروسته ښوونکې له ټولګي شړلې وه.
د حیض یا ښځینه میاشتني عادت په اړه هند کې خبرې کول شرم بلل کېږي. معمولاً د میاشتني عادت پر مهال هندۍ مېرمنې نجسې یا ان ملعونې ګڼل کېږي.
پولیسو ویلي، د ځانوژنې دغې پېښې په تړاو یې پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.
پېښه د هند سویلي ایالت تامل ناډو په تېرونیلوېلې سیمه کې شوې. نجلۍ پر کاغذ لیکلي:
''زه نه پوهېږم ښوونکې مې ولې شکایتونه کوي. زه تر اوسه نه پوهېږم دوی ولې ما دغسې ځوروي او زور زیاتی راسره کوي. ''
د لیک پیل داسې شوی دی:
''اما(مورې) لطفاً بښنه راته وکړه '
د دغې نجلۍ مور د هغې پر ښوونکې تور پورې کړی دی، چې تېر کې یې د دې لور د کورنۍ دندې نه بشپړولو له کبله وهلې ټکولې ده. هغې بي بي سي تامل ځانګې ته ویلي:
''لور مې تېره شنبه ښوونځې کې وه، چې میاشتنی عادت یې پیل شو. هغې ښوونکې ته ویلي و او ښوونکې یې د ټوکر یوه چټله ټوټه ورکړې وه. زما لور یې له ټولګي بهر درولې وه، څنګه یوه ۱۲ کلنه ماشومه دومره سپکاوی زغملای شي؟ ''
له دې یوه ورځ وروسته دغې نجلۍ ځان وژلی دی. ښوونځي چارواکو بي بي سي ته ویلي، دوی له پولیسو سره پوښتنو کې همکاري کوي.