امریکا اسرائيل ته: د غزې په جګړه کې د ملکیانو خوندیتوب ته پام ډېر کړئ

د عکس سرچینه، EPA
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پر اسرئيلو فشار راوړی چې په غزه کې روانې جګړې کې دې د ملکیانو خوندیتوب لپاره ډېر څه وکړي.
ښاغلي بلېنکن ویلي، اسرائيلو چې د دې لپاره کومې ژمنې کړې وې، په حقیقت کې یې عملي کړې نه دي او ګواکې د هغوی د ژمنو او حقیقت تر منځ "واټن" شته.
ښاغلی بلېنکن داسې مهال پر اسرائيلو دا نیوکه کوي چې د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې لا هم جګړه روانه ده. دا هغه سیمه ده چې د جګړې په لومړیو کې فلسطینیانو ته ویل شوي وو چې د بریدونو د ډېرېدو له کبله دې له شماله سوېل ته ولېږدي.
یوه ځايي خبریال بيبيسي ته ویلي، د جبالیه په نوم د کډوالو کمپ هم وروسته له هغه اور اخیستی چې اسرائيلي ټانکونو په لوګي جوړوونکو او اور ورته کوونکو مرمیو وویشت.
د جګړې تازه جزیات:

د عکس سرچینه، ZAIN JAAFAR/AFP via Getty Images
هاخوا حماس ویلي، په غزه کې یو اسرائیلی یرغمل شوی سرتېری وژل شوی دی.
که څه هم بيبيسي په خپلواکه توګه دغه خبر نه دی تایید کړی خو حماس ویلي چې دغه پوځي دوی سره یرغمال و او هله په ووژل شو چې اسرائيلي ځواکونو د هغه د خوشي کولو هڅه او عملیات کول.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، اسرائيلي پوځیانو نن جمعه په لویديځه تړانګه کې په الفراه پنډغالي کې شپږ فلسطينیان وژلي دي.
په غزه کې د اسرائيل او حماس تر منځ تر اورکم وروسته جګړې داسې مهال بیا زور اخیستی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هلته د بېړني اوربند رامنځته کولو لپاره رایه اچوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د امنیت شورا له غړو هېوادونو په یوه ځانګړي لیک کې په غزه کې د "انساني ناورین د مخنیوي" غوښتنه وکړه او ټینګار يې وکړ چې په غزه کې حالت په چټکۍ سره ناوړه کېږی.
په سیمه کې د بيبيسي خبریال عدنان البرش وايي، په ښار کې خواړه ختم شوي، برېښنا نه شته او د اوبو قحطي هم ده.











