لسګونه زره فلسطينيان د غزې په سوېل کې له جګړې په تېښته دي

غزه

د غزې په سويل کې په لسګونو زره فلسطینیان له سختې جګړې په تېښته او د رفح پر لور روان دي.

په غزه کې د بي بي سي خبریال عدنان البرش وايي، ښار کې خوراکي توکي او برېښنا نشته او د اوبو سخت کمښت دی.

زرګونو خلکو د ملګرو ملتو په ښوونځیو کې د پنا اخېستو هڅه کړې خو دا چې نور ځای پکې نشته، د ودانیو په مخکې دېره شوي دي.

د ملګرو ملتو د مرستندویو چارو مشر مارټېن ګرېفتېس روان وضعیت ته د ژورې اندېښنې د ښودلو پر مهال ویلي، چې د غزې په سوېل کې د مرستې رسونې کوم پاموړ بهیر نور پاتې نه دی.

مارټېن ګرېفېتس ټینګار کړی چې د دغه لویېدونکي بشري کړکېچ د اواري یوازنۍ لار د جګړې درونه ده.

نوموړي ویلي، د اسرائیلو پوځي بریدونه په دې معنی دي چې د مرستندویه ادارو لپاره هېڅ خوندي ځای نه دی پاتې. که څه هم هغه هیله ښودلې چې د اسرائيل د پولې پرانیستل کېدل به بیا هغې سیمې ته د اړتیا وړ توکو ورتګ سره مرسته وکړي.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

بشري وضعیت ته اندېښنې په داسې وخت کې په ډېرېدو دي، چې د غزې په بېلابېلو برخو کې سخته جګړه روانه ده. اسراییلي چارواکو ویلي، چې ځواکونو یې په خان یونس ښار کې نور پرمختګ هم کړی دی.

د غزې سوېل چې له دې وړاندې له شمالي برخې خلک ورکوچول کېدل اوس له بشري ناورين سره مخ دی. ښاغلی مارټین ګرېفېټس ویلي، "موږ لا هم خبرې کوو، او دا مهال د کرې شالوم له لارې د لاسرسي په اړه د ځینو ژمنو هیله‌منوونکې نښې وینو."

اسرائیلي پوځ اوس د غزې په سوېل کې په خان یونس سیمه کې دی. خو د غزې له شماله هم د لسګونو فلسطينیانو داسې تصویرونه پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي چې اسرائیلو نیولي. په نورو تصویرونو کې ښکاري چې دا نیول شوي کسان په لاریو کې لېږدول کېږي.

اسرائیلي رسنیو دوی د حماس تسلیم شوي جنګیالي بللی. که څه هم اسرائيلي پوځ خپله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له وړاندې په دغو کسانو یو پېژندل شوی فلسطيني خبریال هم لیدل شوی.