عمران خان او مېرمن یې د مالي فساد قضیه کې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

عمران خان او بشرا بي بي

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد احتساب محکمې د دې هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشریٰ بي بي له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي ډالیو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله زندان سزا محکوم کړي دي.

یادې محکمې په همدې قضیه کې عمران خان د لسو کالو لپاره نااهل هم بللی دی. دغه راز پر عمران خان او مېرمن یې ۱۵۷۰ میلیونه روپۍ جرمانه هم لګېدلې ده.

عمران خان چې په ۲۰۲۲ کال کې خپلو سیاسي مخالفینو له واکه لېرې کړ، د فساد په تور له مخکې د دریو کالو لپاره زندان ته استول شوی دی.

په دې قضیه کې د عمران خان رسمي بیان نه دی اخیستل شوې او مېرمن یې تېره شپه ناوخته بیان ورکړی.

دغه راز احتساب محکمې په توشه خانه یا دولتي ډالیو پېر او پلور نومې قضیه کې له تورونو کسانو د مدافع وکیلانو حق اخیستی و او په دې لړ کې عالي محکمې ته د دوی د عریضې اورېدو په هکله هم تر اوسه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې یوې سیمه ییزې محکمې عمران خان د توشه خانه قضیې په لړ کې مجرم وباله او په درې کاله زندان سزا یې محکوم کړ، خو د پلازمېنې عالي محکمې بیا هغه سزا وځنډوله.

نېب ادارې بیا همدا قضیه د احتساب محکمې ته په ځانګړې توګه استولې وه، پکې پر عمران خان او مېرمن یې بشریٰ بي بي تور لګول شوی و، چې له اصلي بیې یې په لږ بیه دولتي ډالۍ پېرلې دي.

عمران خان په تېر کې څو ځله دغه تورونه رد کړي دي.

دغه سزا د قاضي محمد بشير لخوا واورول شوه. ياده دې وي چې دا هماغه قاضي دی چې نواز شريف ته يې په ۲۰۱۸م کې په ايون فيلډ ريفرنس کې سزا اورولې وه. قاضي بشیر په مارچ میاشت کې تقاعد کیږي او تر تقاعد پورې د هغه د رخصتۍ غوښتنه رد شوې وه.

وړاندې، د پاکستان یوې ځانګړې محکمې د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر عمران خان په سائفر نومې قضیه کې په لس کلن زندان سزا محکوم کړی دی.

محکمې په همدې قضیه کې د پاکستان بهرنیو چارو مخکینی وزیر او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یو مشر شاه محمود قریشي هم په لس کلن زندان سزا محکوم کړی دی.

سائفر څه ته وايي؟

سائفر د حساسو معلوماتو یا پیغامونو لیکلو هغه ډول ته ویل کېږي، چې د معمول ژبې پر ځای د کوډونو یا رمزونو ژبه پکې کارول کېږي.

په دې توګه لیکل شوي پیغامونه هر څوک نه شي لوستلای او ځانګړي روزل شوي ماهرین کولای شي د رمزونو دا پیغامونه ولیکي او بیا یې ولولي.

د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د سائفر لیک او لوست لپاره نژدې ۱۰۰ روزل شوي ماهرین ګومارل شوي دي، چې مرستیال سائفر بلل کېږي. همدا مرستیال سائفر افسران د پاکستان په سفارتونو کې هم د همدې لپاره په دنده ګومارل کېږي.

توشه خانه قضیه څه ده؟

ساعت

د عکس سرچینه، Social Media

د ۲۰۲۳م کال په اګست میاشت کې د اسلام اباد ضلعي محکمې د تحریک انصاف مشر عمران خان ته په توشه خانه کېس کې د درې کالو بند او درې لکه روپۍ جرمانې سزا واوروله، خو د اسلام اباد عالي محکمې دغه سزا په همدې میاشت کې وځنډوله.

دا معامله په جلا توګه احتساب عدالت ته لېږل شوې وه چې پکې پر عمران خان او بشری بي بي په کمه بیه د دې تحفو اخیستلو او په غیرقانوني توګه د خرڅولو تورونه لگول شوي وو.

عمران خان په تېرو وختونو کې په ځلونو د توشه خانې اړوند تورونه رد کړي دي.

په سند کې دا هم ویل شوي چې عمران خان په قصدي ډول له توشه خانې څخه اخیستل شوې ډالۍ پټې کړې او هغه یې منلې دي، لکه څنګه چې د مختلفو رسنیو راپورونو ویلي، هغه ډالۍ یې پلورلې دي. خو د دوی خرڅلاو هم د ټاکنو کمیسیون په اسنادو کې پټ شوی و.

د اسنادو له مخې، پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپلې دورې پر مهال ټولټال ۵۸ ډالۍ ترلاسه کړې، چې په کې د ګراف لخوا د مکې اېډیشن ساعت په ګډون بېلابېل توکي شامل دي. دغه سوغاتونه د عمران خان له خوا له توشه خانې څخه د ۲۰ او ورپسې ۵۰ سلنه پیسو په ورکولو سره ترلاسه شوي دي.