د دولتي ډالیو قضیه کې د عمران خان سزا ځنډول شوې، خو بله قضیه کې نظربند ساتل شوی

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسلام اباد سترې محکمې له خوا د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په ضمانت د خوشي کولو حکم سره سره به د تحريک انصاف مشر سملاسي ستي له بنده خوشی نه شي. ځکه ځانګړې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د هغه نظربندۍ ساتلو امر کړی دی.

د اسلام اباد سترې محکمې مشر عامر فاروق د سه شنبې په ورځ د هغه قضیه واورېده او په ضمانت یې د پخواني لومړي وزیر د خوشي کولو امر وکړ.

محکمې خبر ورکړی چې په دې اړه به تفصیلي پرېکړه وروسته خپره کړي.

یوې پاکستانۍ محکمې د فساد په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د دریو کالو بند سزا ځنډولې ده. تر دې وړاندې عمران خان محکوم شوی و، چې د دولتي ډالیو په اړه چې ده په شپږ سوه زرو ډالرو پلورلي و، معلومات نه وو په ډاګه کړي.

که څه هم په اسلام اباد کې دغې محکمې د نوموړي ضمانت تر هغه منلی چې د ده د استیناف غوښتنه اورېدل کېږي داسې نه ښکاري چې نوموړی له زندانه خوشي شي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د عمران خان وکیلان هڅه کوي چې په نورو قضیو کې د هغه د نیول کېدو مخه ونیسي.

پرون د هغه د ښاغلي خان پرضد د خیانت قضیه لغوه شوه.

د تحریک انصاف ګوند یوه مشر زلفی بخاري د محکمې د تازه حکم په باب ویلي، "په بله قضیه کې د عمران خان (احتمالي) نیول پر شفافیت او د قضايي سیستم پر سلامتیا اغېز کوي. بې‌ګنا سړی باید خوشی شي".

عمران خان

د اسلام اباد د لوړې محکمې رییس 'قاضي عامر فاروق' په مشرۍ دوه کسیز بورډ پرون دوشنبه د دې قضیې په تړاو د تورونو او ځوابونو د اورېدو پروسې له بشپړېدو وروسته پرېکړه نن ورځې ته وځنډوله.

د یادونې ده چې د اسلام اباد یوې ابتدایي محکمې د اګست پر پنځمه عمران خان د دولتي ډالیو د تفصیلاتو پټولو اړوند قضیه (توشه‌خانه کېس) کې د مالي فساد ګرم وباله.

محکمې هغه ته د دریو کلونو بند سزا واوروله.

د پنجاب پولیسو د ابتدایي محکمې له دې پرېکړې سملاسي وروسته نوموړی د لاهور په زمان پارک کې له خپل استوګنځي ونیو او دمګړۍ د پنجاب په اټک زندان کې بندي دی.

عمران خان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، عمران خان مې میاشت کې هم نیول شوی و چې پلویانویې بیا ګڼو ښارونو کې احتجاجونه وکړل

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر د لومړنۍ محکمې د دې پرېکړې خلاف د اسلام اباد په لوړه محکمه کې د استیناف غوښتنه کړې.

هغه ویلي چې د ابتدايي محکمې پرېکړه دې وځنډول شي.

په دې قضیه کې پرون دوشنبه د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لخوا امجد پرویز محکمې ته دلایل وړاندې کړل او د عمران خان له اړخه د هغه وکیل سردار لطیف کهوسه د نوموړی دفاع وکړه.‌

محکمې د تورونو او دفاعیې له اورېدو وروسته پرېکړه نن ورځې ته پرېښوده.