د عمران خان نيونه او پاکستان کې ناکرارۍ

د ویډیو تشریح، د عمران خان نيونه او پاکستان کې ناکرارۍ

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نیول کېدل ناقانونه وبلل او د خوشې کېدو امر یې وکړ.

خو د عمران خان نيولو پايله کې له تاوتريخوالي ډک پراخ احتجاجونو وپارېدل، چې بېلابېلو ځايونو کې يې له امله لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي. رحمان الله له پېښوره نور حال ورکوي.