پاکستان؛ عمران خان د تحریک انصاف ګوند مشرتابه لپاره خپل ځایناستی ټاکي، اسلام اباد محکمې نواز شریف د جایداد قضیه کې بې ګناه وباله

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي
عمران خان، نواز شریف

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان د تحریک انصاف ګوند له داخلي ټاکنو د لاس پر سر کېدو او د ګوند سرپرستۍ لپاره د خپل مدافع وکیل ګوهر علي خان کاندیدولو پرېکړه کړې.

د تحریک انصاف ګوند سناتور علي ظفر نن په دې هکله یوې خبري غونډې ته وویل، له عمران خان سره په زندان کې په دې هکله مشوره وکړه او په وینا یې: ''د عمران خان قضیو په هکله له غور وروسته دې پایلې ته ورسېدلو چې هغه په ټولو ټاکنو کې برخه اخیستلای شي، خو دې سره به ټاکنو کمېسیون ته د ټاکنو پایلو لغو کولو فرصت په لاس ورشي، چې دی یې نه غواړي.'' ځکه یې د پي ټي ای سرپرست مشر په توګه د ګوهر علي خان انتخاب پرېکړه کړې.

د یادونې ده، چې عمران خان د اسلام اباد یوې محکمې له لوري د مالي فساد په یوه قضیه کې په درې کاله زندان محکوم شوی او اوسمهال په زندان کې دی. نوموړي وروستۍ پرېکړه پرون په زندان کې د خپلو مدافع وکیلانو له ډلې سره له مشورې وروسته کړې.

له دې مخکې تېره پنجشنبه د پاکستان ټاکنو کمېسیون د تحریک انصاف ګوند داخلي ټاکنې لغو اعلان کړې او له ګونده یې وغوښتل چې په ۲۰ ورځو کې دننه باید داخلي ټاکنې وکړي او خبرداری یې ورکړ، چې ګوندي ټاکنې و نه کړي، له ګوند نه به انتخابي نښان (کرېکټ بېټ) بېرته واخیستل شي.

ګوهر علي خان څوک دی؟

ګوهر علي خان د خیبر پښتونخوا د بونیر سیمې اوسېدونکی دی.

د عکس سرچینه، GOHAR ALI KHAN

د عکس تشریح، ګوهر علي خان په ستره محکمه کې د مدافع وکیل په توګه کار کوي.

بل لور ګوهر علي خان په ورته مهال له رسنیو سره خبرو کې د عمران خان مننه کړې او په وینا یې د عمران خان له لوري به د ګوند سرپرست په توګه چارې پر مخ بیايي، خو د ګوند اصلي مشر به عمران خان وي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرتابه لپاره د عمران خان له لوري کاندید شوی ګوهر علي خان د پاکستان په ستره محکمه کې د مدافع وکیل په توګه کار کوي. د عمران له لوري له کاندید کېدو مخکې ګوهر علي خان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې د خیبر پښتونخوا بونیر سیمه یې پلرنی ټاټوبی دی او د تحریک انصاف له غړیتوبه مخکې یې په پاکستان پیپلز ګوند کې غړیتوب درلود.

نوموړی وايي، د پیپلز ګوند له لوري یې د ۲۰۰۸ کال په ټولټاکنو کې برخه هم اخیستې، خو بیا تر اوږدې مودې پورې له سیاسته لېرې د سیاسي ګوندونو په قضیو کې د مدافع وکیل په توګه پاکستان سترې محکمې ته وړاندې کېده.

ښاغلي ګوهر د بریتانیا او امریکا له پوهنتونونو د حقوقو برخه کې لوړې زدکړې کړې دي.

اسلام اباد محکمې نواز شریف په یوه قضیه کې بې ګناه بللی

نواز شریف

د عکس سرچینه، pml n

بل لور د اسلام اباد عالي محکمې د پاکستان یو بل مخکینی لومړی وزیر میا محمد نواز شریف د بریتانیا پلازمېنې لندن کې له غیر قانوني لارو د جایداد اخیستو یوه قضیه کې بې ګناه بللی.

د لندن ګران بیه سیمې مې فئیر کې د څلورو اپارتمانونو د ملکیت دا قضیه چې په (ایوان فیلډ قضیه) مشهوره وه، په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان سترې محکمې له لوري د تحقیقاتو له امر وروسته پیل شوه.

پر ښاغلي شریف او کورنۍ یې تور لګېدلی و، چې دا جایداد یې د هغو پیسو بدل کې اخیستی، چې له غیر قانوني لارو یې ترلاسه کړې دي. خو د ښاغلي شریف او کورنۍ غړو یې استدلال کاوه، چې دا جایداد له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۶ کال پورې د قطر شاهي کورنۍ ملکیت وو او دوی پکې د کرایې او نورو لګښتونو ورکولو بدل کې ژوند کاوه.

د روان کال په جولای کې د پاکستان احتساب محکمې د دې قضیې پرېکړه وکړه. د هغې پرېکړې له مخې پر نواز شریف ثابته نه شوه، چې د خپلې واکمنۍ په موده کې یې له غیرقانوني لارو پیسې ترلاسه کړې، خو (د نېب قوانینو له مخې یې له معلومو سرچینو د زیات عاید لرلو) په تور په غیاب کې په لس کاله زندان او اته میلیونه پاونډه جریمه محکوم کړ، چې د استناف غوښتنې پایله کې نن اسلام اباد عالي محکمې نوموړی بې ګناه وباله.