پاکستان ته د نواز شریف د ستنېدو ګنګوسو اسلام اباد کې سیاسي فضا ترینګلې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان پر خواله رسنیو، سیاسي مجلسونو او تلویزیوني بحثونو کې له تېرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې دي چې ښایي پخوانی لومړی وزیر نواز شریف بېرته پاکستان ته ستون شي.
نوموړی له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې د 'درملنې' لپاره په لندن کې مېشت دی.
د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د نواز شریف د ګوند (پاکستان مسلم لیګ نواز) ځینو غړو دا ګنګوسې تائید کړې دي، خو ځینو نورو بیا پاکستان ته د خپل مشر ور ستنېدلو رپوټونه رد کړي.
نواز شریف تر ۲۰۱۹ کاله پاکستان کې د فساد تورونو له کبله زندان کې و او محکمه کې یې قضیه روانه وه.
د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د نوموړي روغتیایي وضعیت خراب شو او سترې محکمې اجازه ورکړه چې د علاج په نیت دوه میاشتو لپاره لندن ته سفر وکړي.
د نواز شریف کشر ورور او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر شهباز شریف هغه مهال محکمې ته ضمانت ورکړی و چې ورور به یې له درملنې وروسته د اتو اوونیو موده کې بېرته پاکستان ته ستنېږي.
پخپله نواز شریف هم ژمنه کړې وه چې په یاده موده کې به هېواد ته ستنېږي، خو داسې ونشول او نوموړی تر اوسه لندن کې دی.
اوس د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف ویلي، نواز شریف او کشر ورور یې شهباز شریف له محکمې سره کړې ژمنه نه ده پوره کړې او باید پر ضد یې اقدام وشي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي، د لاهور عالي محکمې نه یې غوښتنه کړې ده چې د شهباز شریف پر ضد ګام پورته کړي.
د تحریک انصاف ګوند یو شمېر نورو مشرانو او حکومت چاراکو بیا ویلي، نواز شریف په فساد تورن دی او محکمه کې یې قضیه روانه ده.
دوی وایي، هر کله چې نواز شریف پاکستان ته ورستون شي نو د پولیسو تور موټر به یې په هوایي ډګر انتظار کوي او نېغ به زندان ته استول کېږي.
د تحریک انصاف او مسلم لیګ سیالي

د عکس سرچینه، Getty Images
د نواز شریف مسلم لیګ ګوند د واکمن تحریک انصاف ګوند لوی سیاسي سیال بلل کېږي او په قامي اسمبلۍ کې هم دویم لوی ګوند دی.
لومړی وزیر عمران خان له ډېرو کلونو راهیسې د نواز شریف سخت مخالف دی او بیا بیا یې ژمنه کړې ده چې د فساد تورونو په اړه به ورسره حساب کتاب کوي.
عمران خان ډېری وخت په خپلو ویناو کې پاکستان کې د اقتصادي بحران پړه پر تېرو حکومتونو ور اچوي او په فساد یې تورنوي.
خو مسلم لیګ او نور سیاسي ګوندونه بیا پر عمران خان او تحریک انصاف ګوند تور لګوي چې د پاکستاني پوځ په خوښه او مرسته واک ته رسېدلی.
پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او پر لومړي وزیر عمران خان نیوکې او فشارونه ورځ تر بلې ډېرېږي.
تېره میاشت د خیبر پښتونخوا ایالت په سیمه ییزو ټاکنو کې هم د تحریک انصاف ګوند له سختې ماتې سره مخ شو او ډېری څوکۍ یې جمعیت علمای اسلام ګوند ته وبایللې.
یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان ولس ورځ تر بلې د تحریک انصاف له حکومته بېزاره کېږي او بدلون غواړي.
همدې وضعیت ته په کتو د اپوزیسیون سیاسي ګوندونو په لیکو کې هم د بدلون لپاره بحثونه او هلې ځلې په زیاتېدو دي، چې ورسره هممهاله پاکستان ته د نواز شریف د ستنېدو ګنګوسې هم خپرېږي.




