عمران خان په اټک زندان کې؛ وکیل یې په لومړي ځل ورسره کتلي

عمران خان

د عکس سرچینه، Imran Khan FaceBook

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وکیل ته اجازه ورکړل شوې چې په اټک جېل کې له نوموړي سره وګوري.

د عمران خان وکیل نعیم حیدر پنجوته پر خپله ټوېټر پاڼه تائید کړې چې نن دوشنبه یې له خان سره په زندان کې نژدې دوه نیم ساعته خبرې کړې دي.

د دغو خبرو په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو مخکې ویل شوي وو چې وکیل به یې له ښاغلي خان نه اجازه واخلي چې دوسیه یې مخ ته یوسي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په همدې وخت کې، د ښاغلي خان وکیلانو سترې محکمې ته د توشه خانۍ یا دولتي ډالیو د قضیې پرضد خپله غوښتنه سپارلې.

دوی وايي د شنبې په ورځ د عمران خان په سزا کې بې نظمۍ شوې وې او د حکومتي سوغاتونو خرڅلاو څخه د ترلاسه شویو پیسو په ثبتولو کې د پاتې راتلو له امله په درې کاله بند محکوم شو.

د پخواني لومړي وزیر قانوني ډلې په زندان کې د ښاغلي خان د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې، خو د زندان چارواکو دغو اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی.

بلخوا د تحريک انصاف یوه مشر د اسلام اباد لوړې محکمې او د لاهور له محکمې غوښتنه کړې چې عمران خان د اټک له زندانه د اډياله زندان ته ولېږدوي دغه راز له خپلو وکیلانو او د کورنۍ له غړو سره د لیدولو غوښتنه هم شوې ده.

دا غوښتنه هم شوې چې په اډیاله زندان کې دې عمران خان ته د لومړۍ درجې (اې کلاس) اسانتیاوې برابرې شي.

دغه راز ویل شوي ډاکټر فیصل سلطان ته دې اجازه ورکړل شي چې د تحریک انصاف ګوند مشر طبي معاینات وکړي.

خان

د عکس سرچینه، Reuters

د عمران خان وکیل نعیم پنجوته د دې غوښتنې په اړه ویلي، موږ له محکمې غوښتنه کړې، چې عمران خان دې له سي کلاس ولېږدول شي او په همدې حال کې مو په لېست کې د هغو کسانو نومونه هم ورکړي، چې له عمران خان سره دې د کتلو اجازه ورکړل شي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د اګست په پنځمه نېټه د دولتي ډالیو په قضیه کې د محکمې په امر ونیول شوی.‌ نوموړی په لاهور کې د پنجاب پولیسو د محکمې له پرېکړې سملاسي‌ وروسته په خپل کور کې نیولی و.

په اسلام اباد کې د یوې محکمې قاضي همایون دلاور‌ په وینا، د عمران خان پرضد لګول شوي تورونه ریښتیا ثابت شوي‌ او په درې کاله بند محکوم شوی دی.

دغې محکمې په خپله پرېکړه دا هم ویلي‌، ښاغلی خان په "ناسمو کړنو" ملامت دی.‌ د عمران خان ګوند د محکمې پرېکړه ناسمه بللې.

پر عمران خان تور دی چې د واکمنۍ پرمهال یې ورکړل شوې ډالې پلورلې دي.