عمران خان: پاکستان حکومت زما نیولو لپاره قانون مات کړی
- Author, کارولین ډاویس، رابرټ ګرینال او نیکولاس یونګ
- دنده, اسلام اباد، لندن او سنګاپور
پاکستان کې د اپوزېسیون مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، چارواکو د ده نیولو هڅو لړ کې قانون تر پښو لاندې کړی. نوموړي بي بي سي سره خبرو کې وویل: ''دوی باید په بشپړه توګه د هېواد قوانین مراعت کړي. ''
له دې مخکې پولیسو د محکمې امر پلي کولو لپاره له پرون 'سې شنبې' ورځې راهیسې د پنجاب مرکزي ښار لاهور کې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د نیولو په تکل وتلي خو د هغه له پلویانو سره لاس او ګرېوان دي.
پر نوموړي تور دی چې د واکمنۍ پر مهال ده ته ورکړل شوې تحفې یې پلورلي، هغه څه چې ښاغلی خان یې د ځان پر وړاندې سیاسي چل بولي او ردوي یي.
له هغه مهال راهیسې چې پاکستاني پولیس د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو لپاره د هغه هستوګنځي ته نږدې کیږي د دغه ګوند د پلویانو او غړو له سخت دریځ سره مخ دي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې ښکاري چې زرګونه خلک زمان پارک شاوخوا سیمې ته رسیدلي دي.
د عمران خان پلویانو پر پولیسو د ډبرو او خښتو ګوزارونه کړې او پولیسو یې د خپرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کاروي. ۷۰ کلن عمران خان وايي، پولیسو د سې شنبې پر ورځ د ده نیولو هېڅ حق نه درلود، ځکه په وینا یې تر شنبې ورځې پورې یې د نه نیول کېدو ضمانت ترلاسه کړی دی.
نوموړی زیاتوي له مخکینیو ناکامو هڅو وروسته حکومت غواړي په هر صورت دی زنداني کړي.
عمران خان د سې شنبې په ورځ وویل: ''ذهناً چمتو یم چې په زندان کې به مې شپه وي، نه پوهېږم څومره شپې به وي، خو ذهناً ورته چمتو یم. ''
مخکیني لومړي وزیر هغه تشې تولۍ هم وښودې، چې په خبره یې د ده مېشت ځای ته ورویشتل شوې وې. نوموړی ادعا کوي، حکومت ځکه د ده نیول غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې یې د برخې اخیستو مخه ونیسي. خو په وینا یې: ''که زه زنداني شم او یا نه شم، دوی به زما د ګوند بریالیتوب مخه و نه شي نیولای. ''
بل لور د اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزیب وايي، دا چاره له ټاکنو سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې په وینا یې پولیس غواړي د فساد اړوند قضیو کې د محکمې امر پر ځای کړي.
اغلې اورنګزیب ادعا کوي، عمران خان خپل ګوندي ملګري، ښځې او ماشومان د بشري ډال په توګه کاروي، او غواړي ځان له نیول کېدو وژغوري.
عمران خان تېر کال اپریل کې له دندې ګوښه شو، خو له هغه راهیسې یې پر خپل ځایناستي شهباز شریف د غونډو، مظاهرو او بیانونو له لارې فشار زیات کړی، چې سږکال ترسره کېدونکې ټولټاکنې باید له وخته مخکې وکړي.
ښاغلی خان په اوسني لومړي وزیر شهباز شریف تور پورې کوي چې د تېر کال نومبر یوه برید کې یې لاس درلود، چې دی پکې پر پښه ټپي شوی.











