د پاکستان ټاکنو کمیسیون له عمران خانه د اسمبلۍ غړیتوب اخیستی

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان ټاکنو کمیسیون د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر د قومي اسمبلۍ له غړیتوبه بې برخې کړ. د پاکستان د ټاکنو کمیسیون پنځه کسیزې کمېټې نن د جمعې په ورځ د رایو په اتفاق دغه پرېکړه اعلان کړې.
پرېکړه کې ویل شوي چې عمران خان د فساد چارې ترسره کړې دي، نو ځکه د قانون پي-۶۳ مادې له مخې دا واک یا صلاحیت ترې اخیستل شوی دی.
په دغې لنډې پرېکړې کې د قانوني ګامونو اوچتولو په موخه د عمران خان د نیولو امر هم شوی دی.
په دې لړ کې د ټاکنو کمیسیون د عمران خان ګوند تحریک انصاف په ګډون ټولو ګوندونو ته لارښونه کړې وه چې د اساسي قانون له مخې، د ټاکنو کمیسیون دنده لري چې د نومبر تر څلورمې نېټې مخکې په دې هکله تصمیم ونیسي.
عمران خان بیا دې پرېکړې ته سخت غبرګون څرګند کړی او په یوه ویډیويي پیغام کې یې د ټاکنو کمېسیون پر مشر تور پورې کړی، چې د ده په خبره یوه اړخیزه پرېکړه یې کړې او د مافیا پلویتوب یې کړی. ښاغلی خان وايي، د دې پرېکړې پر ضد به له محکمې انصاف وغواړي او په خبره یې ټول ثبوتونه شته دي.
د تحریک انصاف حکومت تر ړنګېدو وروسته، ایتلافي حکومت د ملي شورا مشر راجا پرویز اشرف په غوښتنه د عمران خان د رد صلاحیت غوښتونکی شوی و.
په ملي شورا کې د مسلم لیګ ن ګوند غړي محسن نواز رانجها د قانون ۶۳ مادې دویم بند له مخې د پارلمان مشر ته ورغلی و او ویلي یې وو چې عمران خان رسمي خریداري کړې خو توشه خانې کې یې نه دي ثبت او ټاکنو کمیسیون ته یې د خپلې شتنمۍ وړاندې کولو پر مهال نه دي افشا کړي. نو د دې طرحې له مخې هغه ''بد نیتی'' دی او له همدې کبله د اساسي قانون له مخې بې واکه شوی دی.
دغه تورونه د تحریک انصاف ګوند د مشرانو له خوا رد شوي دي.
"توشه خانه یا سوغات خونه" هغه اداره ده چې چارواکي پکې خپله شتمني او ورکړل شوې ډالۍ یا تحفې باید ثبت کړي.
د دغه مخکېني لومړي وزیر په اړه دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې تازه یې د پاکستان د قامي اسمبلۍ ضمني ټاکنو کې له ۸ د ۶ څوکیو په ګټولو سره نوی ریکارډ جوړ کړی.
عمران خان د قامي اسمبلۍ د ۷ څوکیو پر سر سیالي کوله او د غیر رسمي پایلو له مخې یوازې یو ځای ناکام شوی خو نورې شپږ څوکۍ یې ګټلې.
په وروستۍ اورېدنه کې کوم دلیلونه ورکړل شول؟

د ټاکنو کمیسیون کې د سوغات خونې یا توشه خانې موضوع ته د رسېدو په غونډه کې د عمران خان وکیل علي ظفر ویلي د ټاکنو کمېسیون کومه محکمه نه ده بلکې یو کمېسیون دی. هېڅ بنسټ د سترې محکمې له څار پرته قضاوت نه شي کولای.
علي ظفر دا هم ویلي، داسې نه شي کېدای چې لس کلنه موضوع راپورته او تر پوښتنې لاندې ونیول شي. دا یوه سیاسي دوسیه ده او اپوزیسیون یې په اړه خبري کنفرانس جوړوي.
په ځواب کې یې د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند وکیل خالد اسحاق ویلي، د سرچینې له خوا یوازې یوه پوښتنه مطرح شوې، خو د عمران خان له خوا وړاندې شوی ځواب ورسره ورته والی نه لري. هغه ویلي، "عمران خان له سوغات خونې تر لاسه شوي تحفې نه دي په ډاګه کړې. عمران خان اعتراف کړی چې د سوغات خونې ډالۍ یې ساتلې دي. پوښتنه دا ده چې عمران خان دغه ډالۍ په مناسب وخت کې نه دي افشا کړې."
تر دې دمه په ټاکنو کمیسیون کې د دې قضیې پنځه اورېدنې شوې دي.
د دې سرچینو له مخې، پر عمران خان د قانون د ۶۲ مادې له مخې د نا اهلۍ تور هم لګېدلې دی، هغه څه چې تر دې وړاندې د ورته پرېکړې پر بنسټ پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د ټول عمر لپاره له پارلماني سیاسته وشړل شو.
د سوغات خونې موضوع له ډېرې مودې راهیسې په خبرونو کې وه او دا تورونه وو چې عمران خان او د هغه پخوانۍ مېرمنې له دې خونې ډالۍ په ارزانه بیه اخیستې او بیا یې په لوړه بیه پلورلې.
د عمران خان لیکلی ځواب

د عکس سرچینه، NSTAGRAM/F.KHAN211
عمران خان د سپتمبر پر اوومه نېټه په دې هکله د ټاکنو کمیسیون ته په خپل لیکلي ځواب کې ویلي وو، چې هغه او مېرمنې ته یې د ۲۰۱۸ کال د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۱ کال د دسمبر تر ۳۱ نېټې ټولې ۵۸ ډالۍ ورکول شوې وې.
په ځواب کې دا هم ویل شوي چې په ډالیو کې تر ډېره د ګلانو ګلدانونه، د میز پوښونه، د سینګار توکي، غالۍ، بټوې، عطر، تسبیح، خطاطۍ، چوکاټونه او قلمونه شامل وو، خو په دې کې ساعتونه، قلمونه، غاړکۍ او په لاس جوړ شوي توکي هم وو.
د عمران خان په لیکلي ځواب کې دا هم ویل شوي چې په دې ټولو ډالیو کې یوازې ۱۴ شیان وو چې ارزښت یې تر ۳۰ زره روپیو زیات وو او هغه یې د پیسو تر ورکړې وروسته د ټاکل شوې کړنلارې له مخې اخیستي دي.
عمران خان دا هم ویلي چې د لومړي وزیر واکمنۍ پر مهال یې څلور ډالۍ خرڅې کړې دي.
بي بي سي ته د دې سرچینې یوه کاپي رسېدلې چې له مخې یې غوښتونکي ویلي، عمران خان په قانوني توګه اړ و چې د هر مالي کال په پای کې خپل، د مېرمنې او خپلوانو ټولې شتمنۍ له پټولو پرته اعلان کړي.
د سند له مخې، پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپل حکومت پر مهال ټولټال ۵۸ ډالۍ ترلاسه کړې چې پکې بېلابېل توکي شامل وو. دغه سوغاتونه د عمران خان له خوا له توشه خانې څخه د ۲۰ او ورپسې ۵۰ سلنه پیسو په ورکولو سره ترلاسه شوي دي.
ډیری یې له ۳۰ زره روپیو کم قیمت لري، نو د قانون له مخې، دوی کولای شي دا ډالۍ په وړیا توګه ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې تر ۳۰ زرو زیات ارزښت لرونکې ډالۍ د ۲۰ سلنه لګښت په ورکولو سره اخیستلی شي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله یوې خبري غونډې ته وویل د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد یوه جنايي دوسیه ثبت شوې ده. رانا ثناالله وايي د عمران خان پر ضد هر څه ثابت شوي دي او په دې اړه تحقیق ته اړتیا نشته.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپل ګوند له کارکوونکو او تنظیمونو وغوښتل چې په خپلو اړوندو حوزو او ښارونو کې د ټاکنو کمیسیون مخې ته سوله ییز لاریونونه وکړي
د هغه په وينا، له بهرنيو هېوادونو ترلاسه شوې ډالۍ د دوبۍ په بازارونو او هټيو کې پلورل کېږي. بیا هټیوال تاییدوي چې ساعت غلا شوی نه دی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر اسد عمر وايي، ولس تر دې پرېکړې وروسته، شاته کېدو ته تیار نه دی.

د اسد عمر په وینا حکومت ته څرګنده شوې چې دوی له عمران خان سره سیاسي سیالي نه شي کولای، له همدې امله یې غیر قانوني کړنې پیل کړي دي. "هرڅوک پوهیږي چې د ټاکنو کمیسیون خواخوږي او اتحاد له واکمنو ګوندونو سره دی او اوس د هغوی په مرسته غیر قانوني ګامونه اوچت شوي دي."
ښاغلی عمر زیاتوي "موږ د دې قضیې وروستي حکم ته په تمه یو، هر څومره ژر چې پریکړه راشي موږ به یې په ستره محکمه کې وننګوو."
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې د تحریک انصاف فعالانو د فيض اباد له لارې اسلام اباد ته د ننوتلو هڅه کوله او هلته يې د پوليسو له پوستې سره نښته هم کړې.
پولیسو د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولي. په داسې حال کې چې معترضینو ټایرونه سوځولي.










