د پاکستان دفاع وزیر: عمران خان د پوځ له مشر سره کتلي

عمران خان، قمر باجوہ

د عکس سرچینه، PMO

د عکس تشریح، عکس - ارشیف

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي د دغه هېواد مخکیني لومړي وزیر، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي‌ دي.

هغه زیاته کړې چې پر عمران خان سربېره د هغه د ګوند د دویمې کچې مشرانو هم په جلا ډول له استبلشمنټ سره لیدنې ترسره کړې.

ښاغلي‌ اصف دا مالومات له ډان نیوز خصوصي تلویزون سره تاز مرکه کې شریک کړي خو دا وضاحت یې نه دی کړې چې په دغو لیدنو کې پر کومو موضوعاتو بحث او خبرې شوې.‌

هغه ویلي چې د پاکستان حکومت ته تر دغو لیدنو وړاندې خبر ورکړ شوی و.

عمران خان چې د روان کال د اپرېل وروستیو کې د قامي اسمبلۍ لخوا د لومړي وزیر په توګه بې واکه شو، د پاکستان اوسنی اېتلافي حکومت د امریکا په همکارۍ د ده خلاف د دسیسو په جوړولو تورنوي.

بلخوا د پاکستان د پوځ له مشر د عمران خان د دې لېدنې راپور داسې مهال ورکول کېږي چې نوموړي تازه د پاکستان د قامي اسمبلۍ ضمني ټاکنو کې پر ۶ څوکیو بریالی شو.

خواجہ آصف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خواجه اصف - د پاکستان دفاع وزیر

عمران خان پښتونخوا، پنجاب او سند درېواړو ایالتونو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.

هغه تر دې بریا وروسته د پوځ پر تګلارو توندې نیوکې وکړې.

د پوځ له مشر سره د عمران خان دا لیدنه له دې کبله هم مهمه ده چې نوموړي نږدې وخت کې د اوسني حکومت خلاف پراخو لاریونونو ته د چمتووالي اعلان کړی دی.

هغه دغه لاریون ته د 'رښتینې ازادۍ' لاریون نوم ورکړی دی.

د نوموړي ټینګار پر دې وي چې پوځ دې مداخله نه او خپله بې طرفي دې وساتي.

خو د پاکستان د پوځي استبلشمنټ وینا بیا دا ده چې د سیاسي کړکېچ پراختیا د دغه هېواد ستونزې او سرخوږي لا پسې پراخوي.

پاکستان پر سیاسي ستونزو سربېره له اقتصادي کړکېچ سره هم مخ دی او په دې وروستیو کې یې پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې امنیتي پېښې هم ډېرې شوې.