د پاریس ۲۰۲۴ اولمپیک لوبو افغان کډونوال څومره پېژنئ؟

د اولمپیک سږنۍ سیالۍ په پاریس کې تر شړکنده باران لاندې د فرانسې د کلتور او میراثونو په نندارو د 'سین' سیند پر اوږدو د نړۍ د غوره لوبغاړو په ګډون پیل شوې.

پلونه او د سیند غاړې د بېلابېلو نندارو دریځونو ته ګوښي شوي وو او بالونونو او رڼاګانو د پاریس اسمان روښانه کړی و.

د لیډي ګاګا، آیا ناکامورا او سيلين ډيون په ګډون د نړۍ نامتو سندرغاړو پکې سندرې وویلې او د رافایل نادال، کارل لیویس او زین‌الدین زیدان په ګډون د نړۍ مخکښو سپورتي ستورو د اولمپیک ډېوه ولېږدوله.

د المپیک د پرانیستې په دغو مراسمو کې د افغانستان شپږ کسیز سپورتي کاروان له تخنيکي کسانو سره یو ځای د افغانستان تر درې رنګه بیرغ لاندې ګډون کړی و.

درې ښځینه او درې نارینه افغان لوبغاړي په بېلابېلو سپورتي برخو کې د افغانستان په استازولۍ سیالی کوي.

پنځه نور افغان لوبغاړي هم د اولمپیک نړیوالې کمېټې د کډوالو ټیم په چوکاټ کې په دې اولمپیک سیالیو کې ګډون لري چې ورسره په دغو سیالیو کې د ټولو افغان لوبغاړو شمېر یوولس تنو ته رسېږي.

له دې وړاندې د طالبانو په حکومت کې د اولمپیک کمېټې ویاند اتل مشواڼي ویلي وو چې درې ښځینه لوبغاړې چې د پاریس ۲۰۲۴ په اولمپیک سیالیو کې ګډون کوي، په رسمیت نه پېژني.

خو دغو دریو ښځینه لوبغاړو د طالبانو له مخالفت سره سره اوس د افغانستان په استازولۍ دغو لوبو ته لار موندلې او د افغانستان تر درې رنګه بیرغ لاندې يې په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون هم وکړ.

کېمیا یوسفي په منډه کې، محمد صمیم فیض‌زاده په جودو کې، فریبا هاشمي په بایسکل ځغلونه کې، شاه محمود نورزي په منډه کې، فهیم انوري په لامبو کې او یولدوز هاشمي هم په سیکل ځغلونه کې د اولمپیک په سږنیو سیالیو کې ګډون کوي.

نګاره شاهین په جودو کې، امیر انصاري د سړک بایسکل ځلغونه کې، منیژه تلاش په برېک ډانس، فرزاد منصوري په تکواندو او صبغت الله عرب په جودو کې د کډوالو لوبډله کې افغان لوبغاړي دي.

په دغو سیالیو کې د کډوالو د لوبډلې مسؤوله معصومه علي زاده ده.

دې بایسکل ځغلوونکې چې په توکیو کې يې د ۲۰۲۱ المپیک لوبو کې هم د کډوالو لوبډله کې ګډون کړی و، پرون د پاریس لوبو مشعل ولېږداوه.

معصومه علي زاده چې په ۲۰۱۷ کال کې فرانسې ته کډواله شوې سږ کال په درېیم ځل په اولمپیک سیالیو کې د کډوالو د لوبډلې مشري کوي.

د اولمپیک د کډوالو لوبډلې پر انسټګرام لیکلي چې هغه دا شېبه هېڅ وخت نه هېروي.

له دې ډلې ذکیې خدادادي هم چې د پاراولمپیک د کډوالو لوبډلې د تکواندو افغانه غړې ده، د پاریس په واټونو کې د اولمپیک مشعل ولېږداوه.

هغې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اولمپیک د څراغ لېږدول ورته په تېره بیا له افغانستانه د یوې نجلۍ او بیا کډوالې په توګه یو ویاړ و.

نوموړې اولمپیک د ټولې نړۍ د یووالي، سولې، ازادۍ او برابرۍ سمبول بللی دی.

د اولمپیک د کډوالو په لوبډله کې د ۱۲ بېلابېلو هېوادونو ۳۷ لوبغاړي شامل دي او په ۱۱ برخو کې سیالي کوي.

دا درېیم اولمپیک دی چې د کډوالو لوبډلې ته پکې برخه ورکول کېږي.

دا لوبډله د نړۍ لروبر د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه بې ځایه شویو خلکو استازولي کوي.