تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سخت امنیتي تدابیر او د پاریس اولمپیک لوبو پرتمینه پرانیسته
پاریس کې د ۲۰۲۴ کال د اولمپیک لوبې په پراخو او پرتمنیو مراسمو پرانیستل شوې.
له شدید باران او د پاریس د اورګاډو په لیکو کې له پراخو ګډوډیو سره سره لسګونه زره کسان د دغو مراسمو لیدو ته راټول شوي وو.
ډېرو ننداچیانو د فرانسې درېرنګه او نور ملي بیرغونه رپول. د 'سن' سیند د شاوخوا شپږ کیلومترو په اوږدو کې د ډېرو پرتو ودانیو پر کړکیو هم بیرغونه لګول شوي وو.
د ګڼو نورو سندرغاړو او هنروالو منځ کې لیډي ګاګا او ایا ناکامورا هم په ژوندۍ بڼه ننداره وړاندې کړه.
دا هر څه په داسې حال کې دي چې د فرانسې استخبارات د هغو کسانو په لټون بوخت دي چې د پاریس د اورګاډو په لیکو کې یې د ګډوډیو په رامنځته کولو سره د اولمپیک لوبو د پرانیستې جشن او مراسم له ستونزو سره مخ کړل.
د فرانسې لومړي وزیر 'ګابریل اتل' ویلي، چې پر خلکو د دې ورانکارۍ اغېزه "پراخه" وه.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس اولمپیک لوبو د امنیت ساتنې لپاره شاوخوا ۴۵ زره سرتېري ګومارل شوي دي.
پر دې سربېرته زرګونه خصوصي امنیتي سرتېري او د پوځ شاوخوا لس زره سرتېري هم د امنیت ساتنې چاره کې همکاري کوي.
د بيبيسي د امنیتي چارو خبریال وايي په دې لړ کې د روسیې او همدا راز د کیڼ اړخو فعالانو چې مخکې یې په جرمني کې هم دا ډول تکتیکونه کارولي، احتمالي تړاو هم څېړل کېږي.
د فرانسې ولسمشر 'اېمانویل مکرون' لا وړاندې ویلي وو په دې کې شک نه لري چې روسي مشران د اولمپیک لوبو د "ګډوډولو" هڅه کوي.
فرانسوي چارواکو مخکې خبر ورکړی و چې د ورانکارۍ او اورلګېدنو څو پېښو د دغه هېواد د اورګاډو په شبکه کې پراخه ګډوډي رامنځته کړې ده.
دوی دا "همغږه شوی برید" بللی و.
د فرانسې خبري اژانس هم په دې تړاو له څېړنو د یوې باخبره سرچېنې په حواله د دغو پېښو بڼه "ورانکاري" ګڼلې وه.
د اولمپیک نړیوالې کمېټې رئیس توماس باخ ویلي، د دغو لوبو د پرانیستې مراسمو په درشل کې له دې "ورانکارۍ" سره سره پر فرانسوي چارواکو "بشپړ باور" لري.
هغه د اولمپیک د ګډونوالو لوبغاړو په کلي کې خبریالانو ته وویل "زه اندېښمن نه یم، موږ پر فرانسوي چارواکو بشپړ باور لرو."
د فرانسې د اورګاډو شرکت رئیس وايي، د دغو اختلالاتو له کبله د ۸۰۰ زره مساپرو تګ راتګ یا ځنډېدلی او یا چورلټ لغوه شوی دی.
د دغه شرکت په وینا د فرانسې د چټکو اورګاډو لیکې د پاریس په ختیځ، لوېدیځ او شمال کې د ورانکاره کړنو هدف ګرځېدلې.
د فرانسې اورګاډو شرکت زیاته کړې، "تېره شپه د فرانسې د اورګاډو ملي شرکت د ورانکارۍ قرباني شو. په لوی لاس اورونه ولګول شول چې زموږ تاسیساتو ته زیان واوړي."
هممهاله د پاریس څارنوالۍ ویلي، چې د دغو عمدي ورانکاریو په تړاو څېړنې پیل شوې دي.
د یادونې ده چې د یوروسټار په نوم د اورګاډو لیکه هم چې د لندن او پاریس ترمنځ مساپر لېږدوي، ټکنې شوې ده.
د فرانسې د اورګاډو ملي شرکت چارواکو ویلي، ښايي په سفرونو کې دغه اختلالات شنبه او یکشنبه هم دوام وکړي.