تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
۲۰۲۴ اولمپیک؛ د 'همغږو ورانکارو فعالیتونو' له کبله د پرانیستې له مراسمو مخکې د فرانسې ریل ګاډي شبکه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې
د فرانسې چټک ريل پټلۍ شبکه څو ځایه د اور لګېدو له کبله په داسې حال کې اغېزمنه شوې، چې د پاریس اولمپیک سیالیو پرانیستې مراسمو ته یوازې څو ساعته پاتې دي.
د ریل ګاډو اداري شرکت اېس این سي ایف مسوولینو دا یو داسې ''پراخ برید'' بللی چې هدف یې ''د ریل شبکې فلج کول'' دي.
دغه راز د دې هېواد ریل چارو وزیر ''همغږي ورانکاري فعالیتونه'' غندلي دي.
د ریل شرکتونه وايي، له دې کبله به د دوی نژدې اته سوه زره مشتریان په تګ راتګ کې له خنډ او ځنډ سره مخامخ وي.
د اروپايي هېوادونو تر منځ چلېدونکي یوروسټار ریل شبکې مسوولینو هم له مسافرو غوښتي چې که امکان لري، خپل سفر دې وځنډوي، ځکه په وینا یې د دوی فعالیتونه هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
تازه، د فرانسې او سویټزرلنډ تر منځ د پولې سیمې ته نژدې یو مهم ایرو هوايي ډګر بېرته پرانیستل شوی دی. له دې مخکې نن ګهيځ داسې رپوټونه وو، چې د پولیسو له لوري له ''بم خبرداري'' وروسته هوايي ډګر تړل شوی، ټولې الوتنې لغو شوې او له هوايي ډګره خلک ایستل شوي دي.
خو څو شېبې مخکې بیا د دې هوايي ډګر مسوولینو وویل، هوايي ډګر پرانیستل شوی او په دریجې ډول الوتنې هم بېرته پیلوي. تر اوسه معلومه نه ده، چې خبرداری په ټرمینل کې دننه د یوه ګواښ په تړاو و، په الوتکه کې د یوه خطر له کبله ورکړل شوی و او که د هوايي ډګر په شاوخوا کې داسې کوم خطر محسوس شوی و.
له دې مخکې په پاریس کې د اولمپیک لوبو له پیل سره هممهاله یو شمېر لوبغاړو د خوړو، په ځانګړي ډول د سهارنۍ له کمښته شکایت کړی دی.
یوې فرانسوي ژبې ورځپانې په خپل راپور کې د ځینو لوبغاړو له خولې ویلي، په اولمپیک ویلېج یا کلي کې کافي اندازه خواړه، په ځانګړي ډول هګۍ او کباب شوې غوښه نه شته.
اولمپیک سیالیو لپاره د خوړو چمتو کوونکي شرکت هم د ځینو خوراکونو د زیاتې غوښتنې پخلی کړی او ویلي دي چې ژر به یې د کمښت ستونزه هواره کړي.
په پام کې ده چې پاریس کې د اولمپیک او پارا ليمپیک Paralympic (معلولو کسانو د لوبو) په جریان کې ۱۳ میلیونه خوراکه خواړه برابر شي، چې هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره خوراکه کېږي.
خو د هګیو او کباب شوې غوښې کمښت، چې ځینې لوبغاړي په سهارنۍ ناشته کې ورته اړتیا لري، د دې لامل شوی چې د شکایتونو غږ پورته شي.
د کارفور په نوم شرکت هم چې د اولمپيک کلي ته د تازه محصولاتو د برابرولو مسووليت پر غاړه لري، منلې چې د ځینو خوراکونو غوښتنه ډېره ده، او له همدې کبله یې کمښت محسوس شوی دی.
خو د دغه شرکت ویاند ډاډ ور کړی چې دا اړتیا پوره کولی شي.
د نړۍ له ۲۰۸ هېوادونو څخه د المپیک او پارالمپیک سیالیو کې ګډون لپاره پاریس ته رسېدلو ۱۵ زره لوبغاړو ته د خوړو چمتو کول اسان نه دي.
د اولمپیک او پارالمپیک په دوه ۱۵ ورځنیو پړاوونو کې د چمتو کېدونکو خوړو ټوله اندازه د فوټبال په لسو نړیوالو جامونو کې له چمتو کېدونکو خوړو سره برابره ده.
په دغو لوبو کې ګډون کوونکي لوبغاړي کولی له شپږو ځایونو ۵۰۰ ډوله بېلابېل فرانسوي، اسيايي، کارابين او نړيوال خواړه تر لاسه کړي.
د ۲۰۲۴ کال په اولمپیک سیالیو کې تر ډېره هڅه کېږي چې تولیدېدونکي خواړه په داسې بڼه چمتو شي چې د ډېر کم کاربن د تولید لامل شي.
د اولمپیک لوبو پر مهال کارېدونکې ټوله غوښه، شیدې او هګۍ به د فرانسې تولید وي، ۲۰ سلنه خواړه به عضوي وي او درېیمه برخه خواړه به یې سابه یا سبزیجات وي.
د لوبغاړو لپاره په دغه کلي کې د اوبو او جوسو دوه سوه څښاکځایونه په پام کې نیول شوي چې یوازې ګیلاسونه او لوښي یې د بیا کارولو دي.