تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاریس اولمپیک لوبې؛ څومره لګښت پرې راځي او څه چمتووالی نيول شوی؟
د اولمپيک لوبې د جولای په ٢٦مه نېټه په پاريس کې پرانيستل کېږي، دغه سیالۍ به په کیښتیو کې له سیین څخه د ښار مرکز په لور په پرېډ پیلېږي.
د فرانسې حکومت د "بې ساري" امنیتي تدابیرو ژمنه کړې، چې د سیالیو پر مهال د پرانیستې مراسمو او د لوبو د ځایونو ساتنه وکړي.
د پاریس اولمپیک او پارالمپیک لوبې کله دي؟
د دوبي اولمپیک لوبې د جولای له ۲۶ د اګست تر ۱۱ پورې دي، چې ۱۰۵۰۰ لوبغاړي په ۳۲۹ سیالیو کې برخه په کې اخلي.
پارالمپیک لوبې بیا د اګست له ۲۸ څخه د سپټمبر ۸ پورې دوام کوي، چې په ۵۴۹ سیالیو کې ۴۴۰۰ لوبغاړي برخه په کې اخلي.
په اولمپیک کې به د ۲۰۶ هېوادونو استازي او په پارالمپیک کې د ۱۸۴ هېوادونو استازي ګډون ولري.
د اولمپیک او پارالمپیک لوبې چېرته کېږي؟
د ورزش اصلي سیالۍ به د پاریس په شمالي څنډه د فرانسې په سټاډ ډي فرانس کې وي.
خو په ټوله کې به د ښار په مرکز کې د اولمپیک ۱۵ او د پارالمپیک لوبو ترسره کېدو ۱۱ ځایونه وي. د بېلګې په توګه، پونټ ډېلینا (Pont d'Iena) به د بایسکل ځغلولو سیالیو کوربه وي، د ماراتون يا ځغاستې سیالۍ د پیل او پای ځای به د ډي ویلی او لیس انیلیډز هوټل کې وي.
د لامبو وهلو سیالۍ به د پاریس په مرکزي برخه سیین کې ترسره شي.
د جون په نیمایي کې ترسره شوي ازموینو وښودله چې په سیند کې د اي بکتریاوو کچه چې د سپورت فدراسیونونو لخوا ټاکل شوې، له اعظمي کچې څخه ۱۰ چنده وه.
د پاریس ۲۰۲۴ تنظیمونکي وايي دوی ډاډه دي چې د جولای په میاشت کې د لمر وړانګې او مناسبه هوا به باکتریاوې له منځه یوسي او د لوبو په پیل کې به سیین دومره پاک کړي چې لامبو وهلو ته مناسب وي.
د جولای په ۱۷ د پاریس ښاروالې، این هیدالګو، په سیند کې لامبو ووهله او غوښتل يې هڅه وکړي او ثابته کړي چې دا خوندي دی.
د فرانسې امنیتي ځواکونه د اولمپیک لوبو لپاره څنګه چمتووالی نیسي؟
د پاریس ۲۰۲۴ لوی تنظیمونکي ، ټوني اسټینګویټ ویلي، لوبې به د "بې ساري" امنیتي عملیاتو له لارې خوندي شي.
د ۳۵۰۰۰ او ۴۵۰۰۰ ترمنځ امنیتي پرسونل او پولیس به د سیین په اوږدو کې د اولمپیک د پرانیستې مراسمو او د لوبو د ځایونو ساتنه وکړي.
داسې پلان نیول شوی چې ملي ټیمونه د پاریس د مرکز له لارې د سیین په لور شپږ کیلومتره پرېډ وکړي.
د عصري اولمپیک په تاریخ کې لومړی ځل دی چې دا ډول مراسم ترسره کېږي.
اصلي پلان دا و چې شپږ سوه زره کسانو ته وړیا ټکټونه ورکړل شي، چې له څنډو مراسم وګوري، خو حکومت د ډرون برید په څېر ګواښونو په اړه اندېښمن دی، او له همدې امله د لیدونکو شمیر ۳۲۶۰۰۰ ته راټیټ شوی دی.
له ۲۲۰۰۰۰ څخه ډېر مېلمانه وربلل شوي، چې په دوی کې ۱۰۴۰۰۰ یې عام وګړي دي، چې له مخکې یې ټکټونه اخیستي دي.
د پاریس په مرکزي برخه کې د سیین په څنګ کې د سیمې شاوخوا د "ترهګرۍ ضد چاپېریال" جوړېږي. ۲۰ زره کسان چې هلته ژوند او کار کوي باید محدودې سیمې ته د ننوتلو لپاره پاسونه ولري.
د فرانسې لومړي وزیر ګابریل اتل ویلي، استخباراتي ا دارو د ۲۰۲۴ کال په پیل کې د شکمنو اسلامي اورپکو لخوا د دغه هېواد پر ضد دوه دسیسې کشف کړې وې.
په مۍ میاشت کې، یو سړی په بوردوکس کې پر مشال لېږدولو د برید د پلان په شک ونیول شو، او یو بل تن د دغه هېواد په سوېل کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې چې د اولمپیک ځای دی د برید د پلان په تور نیول شوی دی.
د لوبو لګښت څومره دی؟
د پاریس اولمپیک لوبو تنظیمونکي ټینګار کوي، چې په دغو لوبو کې به اصراف لږ وي او د چاپېریال ساتنه به هم دوستانه وي.
له همدې امله د اولمپیک او پارالمپیک ۹۵ سلنه سایټونه، یا اوسني جوړښتونه دي او یا هم لنډمهاله دي.
د سږ کال لوبو لګښت نژدې نهه ملیارد یورو اټکل شوی. دا به په توکیو، ریو دی ژینیرو، لندن او بېجینګ کې د تېرو څلورو اولمپیکي ټولو سیالیو پرتله لږ ګران وي.
د تمویل یا مالي ملاتړ ډېره برخه د خصوصي شرکتونو، د ټکټونو پلور او د خپرېدو حقونو له پلور څخه ترلاسه کېږي.
خو په ټوله کې د فرانسې حکومت مالي حسابونو پلټونکي وايي، حکومت باید د لوبو د څار او امنیت ټینګولو په څېر لګښتونو لپاره له درې تر پنځه میلیاردو یورو ورکړي.
د لوبو تنظیمونکي وايي، دوی د امکان تر حده ډېر بیا کارول شوي توکي کاروي. د بېلګې په توګه، د اتلانو مډالونه د ایفل برج د اوسپنې څخه جوړ شوي دي. دوی همدارنګه غواړي د لوبو سایټونو کې د کاربن د وتلو کچه کم کړي.
ایا د لوبو له پيلېدو سره په پاریس کې بیې لوړې شوي؟
اټکل دی چې پنځلس میلیونه کسان به د لوبو په بهیر کې له بهر او په خپله په فرانسې کې دننه پاریس ته سفر وکړي. داسې تمې هم شته چې دوی به په دې موده کې په پاریس کې دوه اعشاریه شپږ میلیارده یورو ولګوي.
د جولای په پیل کې د سایټ مانډر څېړنې شرکت لخوا خپاره شوي راپور له مخې، په پاریس کې هوټلونو د تقاضا د ډېروالي په تمه خپل نرخونه لوړ کړي دي.
دوی دا هم ویلي د لوبو پر مهال به د خونو بیې ښايي دوه چنده شي.
خو څېړنې دا هم ویلي، ډېری هوټلونه په غیر متوقع ډول د ټیټ پلور راپور ورکوي، او د دې مودې لپاره بکینګ د تېرو کلونو پرتله یوازې شاوخوا ۴۰ سلنه لوړ دی.
د لوبو په بهیر کې په پلازمېنه کې د بس او مېټرو کرایه هم دوه چنده کېږي. د پاریس لوور هنري ګالري د ننوتلو فیس نژدې ۳۰ سلنه ډېر کړی دی.