تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
توکیو اولمپیک: روسیه پکې نشته خو لوبغاړي یې لوبېږي
روسي لوبغاړو د توکیو اولمپیک لوبو کې د امریکا د جمناستیک ښځینه لوبډله ماته کړه. کله چې روسۍ لوبغاړې د اولمپیک د سرو زور ګټلي مډال ترلاسه کولو لپاره دریځ ته راغلې وه، نو د روسیې ملي سرود پر ځای د چایکوفسکي د پیانو کنسرت غږېده. دوی خپل ملي بیرغ نشي پورته کولی او ان د روسیې په نامه سیالیو ته هم نشي وتلی.
پر روسیې دا بندیز د دې لپاره لګول شوی چې ادعا کېږي په دولتي کچه یې څلور کاله د اوړي او ژمي اولمپیک لوبو په بېلابېلو برخو کې یې ډوپېنګ یا درغلي کړې وه .ډوپېنګ د ښه لوبېدو لپاره د لوبغاړو لخوا د ځواکمنتیا درملو کارېدو ته وايي.
مسکو پر دې هم تورن دی چې په ۲۰۱۴ کال یې سوچي کې د ژمنیو لوبو پر مهال سیالیو کې لاسوهنه کړې ده.
روسیې د دغو لوبو د کوربه په توګه تر ټولو ډېر مډالونه ګټلي و.
تر هغې را وروسته روسیې لوبغاړي په اولمپیک کې له محدودیتونو سره مخامخ دي. توکیو اولمپیک کې تر ۳۰۰ ډېر روسي لوبغاړي د روسیې اولمپیک کمېټې په نوم په شاوخوا ۳۰ جلا برخو کې سیالي کوي.
دوی تر دې دمه د سرو د ۱۲ مډالو په ګډون د ۴۹ مېډالونو په ګټلو سره، دغو سیالیو کې پنځم ځای لري.
خو د روسي لوبغاړو دا بریا د دوی پر ځینو سیالانو ښه نه لګېږي او پر دې باور دي چې روسي لوبغاړو ته باید اصلآ د لوبېدو اجازه نه وای ورکړ شوې.
امریکايي لامبوزن ریان مورفي د جمعې پر ورځ روسي ېوګیني رایلوف ته د ۲۰۰ متره لامبو د پایلوبې تر بایللو وروسته وویل لوبه "ښايي پاکه نه وه."
په داسې حال کی چې مورفي وروسته د خپلو څرګندونو په ردولو سره وویل چې په عمومي ډول د ډوپېنګ په اړه غږېدلی، رایلوف ویلي دا امریکايي لوبغاړی د روسیې د ډوپېنګ مخینې ته په کتلو د خپل نظر وړاندې کولو حق لري.
بریتانوي لامبوزن لوک ګرینبانک چې دې سیالۍ کې یې د زېړو (برونزو) مډال واګاټه وویل: "دا واقعآ سخت وضعیت وي چې پوهېږې نه له چا سره چې سیالي کوې هغه [له ډوپېنګ] پاک دی که نه؟"
هغه زیاته کړه چې اولمپیک ته د روسیې فېدراسیون د راتګ په اړه ډېر رپوټونه وو خو "د یوه لوبغاړي په توګه دا ډېره ناهیلې کوونکې ده چې پوهېږئ د یوه دولت له ملاتړه د ډوپېنګ برخمن پروګرام پر مخ وړل کېږي."
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته زیاته کړې چې د دغه کار د مخنیوي لپاره لا ډېر کار کېدای شو.
تر دې یوه ورځ وړاندې امریکايي ماڼوګۍ (جالوانې) مېګن کامیو ویلي و "دا ډېر ناوړه احساس دی چې ګورئ داسې کسان د سپینو مډال ځان سره وړي چې ان باید هلته موجود هم نه وای."
هغې دا څرګندونې تر دې وروسته وکړې چې روسۍ واسیلیسا سټیپانوا او اېلینا اوریابینسکایا د جالوانۍ دوه کسیزه سیالیو کې دویم ځای خپل کړ.
خو د روسیې اولمپیک کمېټې وروسته پر خپل ټویټر ولیکل چې لوبغاړي یې "کاملآ په حقه" توکیو کې دي.
په دغه ټویټري پوست کې لیکل شوي:" که د چا خوښېږي یا نه، باید د بایللو منل زده کړي. خو هر څوک دا کار نه کوي."
د روسیې د اولمپیک کمېټې زیاته کړې د ځینو خلکو لخوا "یو ځل بیا د روسیې د ډوپېنګ هماغه پخوانی ډول وهل کېږي."
په همدې وخت کې کله چې له روسي ټینس لوبغاړی دانیل مېدوېدېف وپوښتل شو چې روسي لوبغاړو له ځان سره اولمپیک ته د "درغلګروبد نوم" راوړی، نوموړي توند غبرګون ښکار کړ.
هغه چې د سپینو مډال یې ګټلی وویل: "دا مې ژوند کې لومړی ځل دی چې یوې پوښتنې ته ځواب نه وایم، تاسې باید له ځانه وشرمېږئ. نه غواړم بیا مو ووینم."
توند بحث
د ډوپېنګ رسوايي په ۲۰۱۴ کال کې د جرمني د یوه تلویزیون لخوا تر څېړنو وروسته رامخ ته شوه.
تر هغې دوه کاله وروسته د ډوپېنګ ضد نړیوالې ادارې "واډا" داسې شواهد وموندل چې د سوچي په ژمنیو لوبو کې درغلي شوې ده.
دغو شواهدو ښودله چې روسي لوبغاړو په پراخه اندازه پیاوړې کوونکي درمل کارولي او همدا راز یې د وینې ډوپېنګ کړی دی.
تر ټولو ناوړه دا وه چې د دغو لوبغاړو روزونکو، ډاکترانو، حکومت او د سپورت برخې چارواکو د دې کار ملاتړ کړی.
روسیه تر دې رسوایۍ وروسته د ۲۰۱۶ کال له ریو اولمپیک په بشپړ ډول منع شوه، خو دوه کاله وروسته یې د پیونګ چانګ ژمني اولمپیک کې یوازې هغو لوبغاړو ته تر ناپېیلي بیرغ لاندې د لوبېدو اجازه ورکړ شوه چې ثابتوله یې شوه چې درمل یې نه دي کارولي.
د ډوپېنګ ضد نړیوالې ادارې د بندیزونو له مخې روسیه سترو سیالیو کې نشي لوبېدلی او د توکیو اولمپیک دریم اولمپیک دی چې روسي لوبغاړي پکې له محدودیتونو سره مخامخ دي.
روسي لوبغاړي توکیو اولمپیک کې د روسیې بیرغ نه شي رپولی خو دغه بیرغ ته ورته اسماني، سور او سپین رنګونه کارولی شي. د دوی پر جامو هم د روسیې د نوم، بیرغ او نورو ملي نښو لګېدو ته اجازه نه ده ورکړ شوې.
د ساري په ډول د روسیې د هنري لمبا لوبډلې ته د دې اجازه هم ورنکړ شوه چې د دوی د لمبلو پر جامو دې د خرس عکس ولګول شي، ځکه د اولمپیک نړیوالې کمیټې دا نښه روسیې ته ډېره نږدې بلله.
دوی ته آن د داسې موسیقۍ د غږولو اجازه هم نشته چې د روسیې نوم پکې یاد شوی وي.
د لوبغاړو نړیوال رئیس سېباستیان سېو روانه اوونۍ وویل هغه هېوادونه باید خوښ اوسي چې له بندیز سره سره یې لوبغاړو ته اولمپیک کې د لوبېدو اجازه ورکړ شوې.
هغه وویل په دې تړاو "د مېز پر سر خبرې خورا سختې وې. زما ځینو ملګرو دا پوښتنه کوله چې ایا ناپېیلو لوبغاړو ته دې اولمپیک کې د لوبېدو اجازه ورکړ شي که نه."
د معاینې نړیوالې ادارې (ای ټي اې) چې د اولمپیک نړیوالې کمیټې یوه خپلواکه څانګه ده، اولمپیک لوبو کې د ډوپېنګ د کنټرول څارنه کوي.
دې ادارې څو ورځې وړاندې وویل چې د توکیو اولمپیک کې نیم لوبېدونکي لوبغاړي تر اوسه معاینه شوي خو تر اوسه د یوه د ډوپېنګ نتیجه هم مثبته نه ده ختلې.
توکیو اولمپیک کې ۵۰۰۰ لوبغاړي برخه لري.
ای ټي اې وايي لامبو، جالواني، بایسکل ځغلونه او وزن پورته کول هغه لوبې دي چې ډېر لوبغاړي یې معاینه شوي.
پر دې سربیره ډېر معاینه شوي لوبغاړي د امریکا، اسټرالیا، چین، بریتانیا او د روسیې د اولمپیک کمیټې دي.