افغانستان کې د سینه بغل ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبدالله الهام
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې روغتیایي چارواکي وايي، د تېرو دوو کلونو پرتله سږ کال د سینه بغل یا سکاروي د ناروغۍ پېښې ډېرې شوې او د ژمي په را رسېدو يې د لا ډېرېدو اټکل کوي.
ډاکټران ټینګار کوي چې د دغې ناروغۍ د دودیزې درملنې پر ځای دې هغې ته جدي پام وشي او دغه راز دې د ماشومانو واکسينونه او د یادې ناروغۍ وقايوي لارښوونې بشپړې عملي شي.
نن د نومبر ۱۲مه د نومونیا (pneumonia) یا سینه بغل نړیواله ورځ هم ده.
په دې ورځ حکومتونه او د روغتیا په برخه کې فعال بنسټونه د سکاروي اړوند معلومات خپروي او په دې برخه کې د هلو ځلو ننګه کوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د تېرو دریو کلونو شمېرو ته په کتو سږ کال د تېرو دوو کلونو پرتله د نومونیا یا سینه بغل د ناروغانو شمېر لوړ شوی.
خو دوی په ورته مهال وايي چې له دې ناروغۍ د مړینو کچه راټیټه شوې. دغه ناروغي چې په تېره بیا ماشومان او لوړ عمره کسان ډېر اغېزمنوي په افغانستان کې يې له پنځو کلونو په کم عمره ماشومانو کې د پېښو شمېر ډېر شوی.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان عمار بي بي سي ته وویل، که يې د ناروغانو شمېر لوړ شوی خو ترې د مړینو شمېر بیا ټيټ شوی.
ښاغلی عمار وايي، اوس چې د ژمي موسم په را رسېدو دی دوی تمه لري چې دا ناروغان به نور هم ډېر شي:
"د سینه بغل د تېرې درو کلونو پېښې چې موږ لرو، تېرو دوو کلونو ته نسبت سږ کال یې پېښې یو څه لوړې دي، سږ کال چې دغه ناروغان له موږ سره راجستر شوي دي، تر پنځو کلونو د ټیټ عمره ماشومانو شمېر پکې لوړ دی، خو د مړینې کچه یې تېرو دوو کلونو پرتله یوڅه راټیټه شوې ده. ژمي کې معمولاً د سینه بغل ناروغانو شمېر زیاتېږي."

د عکس سرچینه، @SharafatAmar
د هغه په وینا په افغانستان کې ماشومان تر ډېره د سړې او چټلې هوا، خوارځواکۍ یا نورو ناروغیو له امله د کمزوري کېدو په خاطر په سینه بغل اخته کېږي. په لویانو کې بیا د توبرکلوز په څېر د ناروغیو مخینه، د سګرېټو یا چلم په څېر د دود کشولو سابقه هم دا ناروغي لا سختوي.
د عامې روغتیا وزارت او ډاکټران د ژمي په را رسېدو سره د دغې ناروغۍ په پېښو کې د لا ډېرېدو اټکل کوي.
نومونیا چې په افغانستان کې په سینه و بغل،، سکاروي او د سږو پړسوب پر ناروغیو هم پېژندل کېږي، د شمېرو له مخې په نړۍ کې د ماشومانو او لویانو د لوړ شمېر مړینو لامل ساري ناروغي ده. تازه معلومه شوې چې په افغانستان کې يې پېښې په ډېرېدو دي.
دوی سپارښتنه کوي چې خلک دې د ناپاکې هوا له اغیزونو د ځان ساتلو په خاطر ماسک کاروي او ګرمې جامې دې اغوندي.
د ساري ناروغیو افغان متخصص ډاکټر فرید عمري ټینګار کوي چې سینه بغل خطرناکه ناروغي ده او په کورنیو او دودیزو درملنه يې دې تکیه نه کېږي.
سکاروي یا سینه و بغل یوازې په ۲۰۱۹ کال کې په نړۍ کې د دوه نیم مېلیونه کسانو ژوند اخیستی و چې ۶۷۲۰۰۰ یې ماشومان وو. په ۲۰۲۱ کال چې کوویډ نولس وبا هم وه د تنفسي ناروغيو له امله د مړینو شمېر تر شپږ مېلیونو اوښتی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه ماشومان چې په داسې سیمو کې اوسېږي چې واکسین پوره نه ور رسېږي، یا هم پکې د خوارځواکۍ کچه لوړه ده او یا هم هلته مضر سون توکي سوځول کېږي ډېر د دغې ناروغۍ له خطر سره مخ دي.
ډاکټران ټینګار کوي چې خلک دې د حکومتونو له خوا تطبيقېدونکي واکسينونه پر وخت واخلي چې دا به يې نه یوازې د سینه بغل په مقابل کې د وګړو او ټولنو مقاومت لوړ کړي بلکه د نورو ناروغیو ګواښونه هم کولی شي
یونیسیف وايي که دغو ماشومانو ته د اوکسیجن او انتي بایوتیک درملو په ګډون بیړنۍ رسېده ګي ونشي، د ماشومانو په مړینه کې د ډېر لوړوالي اټکل کوي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د پایېدونکي پرمختګ په موخو کې یوه موخه دا هم ده چې له حکومتونو سره مرسته وکړي چې تر دغې نېټې د سکاروي یا سینه بغل له امله د مخنيوي وړ مړینې پای ته ورسوي.
خو د نومونیا یا سینه بغل لپاره جوړ شوی نړیوال کمپاین وايي که همدا اوس هوډمن او پیاوړي ګامونه پورته نشي، دا ناروغي تر ۲۰۳۰ کال پورې د شپږ مېلیونو نورو ماشومانو ژوند هم اخیستی شي.











