اوکرایین وايي، د روسیې یوه 'اې-۵۰' جاسوسي الوتکه یې وېشتلې ده

Ukraine

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، یوه 'اې-۵۰' الوتکه د پوځي پرېډ پر مهال (فایل فوټو)

د اوکرایین پوځ وايي چې د ازوف سیند د پاسه یې د روسي پوځ یوه مهمه جاسوسي الوتکه ویشتلې ده.

که دا تایید شي، نو کارپوهان وايي د مسکو هوايي ځواک لپاره به یوه ضربه وي.

د اوکرایین د پوځ مشر جنرال والېري زالوژني ویلي، هوايي ځواکونو یې یوه "اې-۵۰" الوتکه چې له اوږده واټنه د رادار د کشف وړتیا لري، او د هوايي کنټرول یو 'اېل-۲۲" الوتکه لمنځه وړې ده.

د اې-۵۰ الوتکو په اړه ویل کېږي چې د هوايي دفاع سیستمونه کشف او د روسیې جنګي جټونو سره اهداف همغږي کوي.

اوکراییني ځواکونه په دې وروستیو کې د دغه هېواد سویل ختیځ کې د روسیې خلاف د لاسته راوړنو هڅه کړې ده.

روسي چارواکي وايي، دوی د دغه برید په اړه 'مالومات نه لري'، خو مسکو پلوه مبصرینو ويلي د اې-۵۰ نسکورېدل به پام وړ موضوع وي.

یوه مشهور پوځي چینل 'ریبار' لیکلي، که د اوکرایین لخوا ورکړ شوي مالومات تایید شي، نو "دا به د روسیې هوايي ځواک لپاره یوه بله توره ورځ وي."

یوه بل چینل ادعا کړې چې د 'اېل-۲۲' قوماندې مرکز پخپله د روسانو لخوا په خطا لګېدلی دی.

خو دا په داسې حال کې دي چې جنرال زالوژني د ټېلېګرام یوه پیغام کې ویلي، چې د اوکرایین هوايي ځواکونو د دغه هېواد د سویل ختیځ په ازوف سیمه کې دغه عملیات په غوره ډول پلان او عملي کړل.

د اوکرایین د هوايي ځواک قوماندان مایکولا اولېشچوک هم د ټېلېګرام یوه پیغام کې د یوې روسۍ الوتکې د نسکورېدو خبره کړې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

له 'روسي' فکري دفاعي بنسټه د هوايي جګړو متخصص جسټن برونک بي بي سي ته ویلي، که د اې-۵۰ الوتکې ویشتل کېده تایید شي، نو دا به د روسیې هوايي ځواک لپاره له عملیاتي اړخه یوه ستره او شرموونکې ضایعه وي.

نوموړی اې-۵۰ د څار، کنټرول او قوماندې یو مهم پلټفارم بولي، چې نورو روسي الوتکو او د هوايي دفاع سیستمونو ته له وړاندې د اوکرایین د اوږد واټنه توغندیو اړوند خبرداری او همدا راز ټیټه فضا کې د الوتنو پر مهال د الوتکو هدف ګرځولو لپاره مالومات ورکوي.

ښاغلی برونک زیاتوي چې د روسیې د هوايي ځواک اډانه کې د دا ډول الوتکو او هغوی لپاره د روزل شوې عملې شمېر ډېر کم دی، نو له همدې کبله یې ضایعه ستره ضربه ګڼل کېدای شي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کال اګست د اوکرایین یوه برید کې د څلورو اېل-۷۶ ترانسپورتي الوتکو د ویجاړېدو خبر ورکړ شو

د هوايي جګړې دغه متخصص وايي، د تاییدېدو په صورت کې به دا د اوکرایین د هوايي دفاع پاتریوت توغندیو ته تر اوسه له ټولو اوږد واټن کې د یوه هدف لمنځه وړل وي.

د بي بي سي د امنیتي برخې خبریال فرانک ګارډېنر بیا وايي چې ظاهرآ دا پرمختګ اوکرایین لپاره د ګڼو بدو خبرونو منځ کې د لاسته راوړنې یو څرک دی.

دی زیاتوي چې په لویه کې وضعیت د اوکرایین په ګټه نه ښکاري، ځکه چې دغه هېواد د مهماتو له کمښت سره مخامخ، د ځواکونو مورال یې ټیټ دی او روسیه یې په دوامداره توګه پر تاسیساتو بریدونه کوي.