بریتانیا له اوکرایین سره د کلنیو پوځي مرستو کچه څه باندې ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړه

اوکرایین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک ویلي هېواد به یې د راتلونکي کال په لړ کې له اوکرایین سره د دوه نیم میلیارد پونډو (شاوخوا ۳ اعشاریه ۱۹ میلیارد ډالرو) په ارزښت پوځي مرسته وکړي.

دا د روسیې یرغل له پیل راهیسې له کیېف سره د بریتانیا له اړخه د کلنۍ مرستو د ژمنې تر ټولو ستره ټولګه ده.‌

ښاغلي سوناک دا مرسته اوکرایین ته د سفر پر مهال اعلان کړې.

ټاکلې هغه له دغه هېواد سره د اوږدمهاله امنیت په تامین کې د ملاتړ نوې هوکړه هم لاسلیک کړي.

چارواکو ویلي چۍ د بریتانیا په نویو مرستو کې به اوږد واټنه توغندي،‌ د هوايي دفاع امکانات او د توپونو مرمۍ شاملې وې.

دغه راز ټاکلې چې شاوخوا ۲۰۰ میلیون پونډه د ډرونونو پر جوړولو هم ولګول شي، چې ستره برخه یې بریتانیا کې جوړېږي.

د چارواکو په وینا اپریل کې د نوي مالي کال له پیل سره یو ځای د پوځي مرستو د دې پیلېدونکې ټولګې له لارې به اوکرایین ته دومره ډرونونه ورکړ شي، چې تر اوسه بل هېڅ هېواد نه دي ورکړي.

له دې سره د بریتانیا لومړی وزیر پرېکړه کړې، چې له اوکرایین سره د څو کلونو مالي مرستو ژمنه اعلان نه کړي.

د هغې د کابینې ځینو وزیرانو او جګپوړو پوځي څېرو استدلال کاوه، چې دا ګام به مسکو ته د بریتانیا د اوږدمهاله ملاتړ په تړاو پیاوړی سېګنال ولېږدوي.

خو ښاغلي سوناک پرېکړه کړې، چې د دې پر ځای د تېرو دوو کلونو پرتله اوکرایین سره د پوځي مرستو کچه ۲۰۰ میلیون پونډه زیاته کړي.

تېرو دوو کلونو کې کیېف سره د بریتانیا د کلنیو پوځي مرستو کچه ۲ اعشاره ۳ میلیارد پونډه وه.‌

َاوکرایین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

خو د ښاغلي سوناک دفتر دا مرستندویه ټولګه د "بریتانیا او اوکرایین ترمنځ د پیاوړي سل کلن مشارکت" پر لور لومړی ګام بللی دی.

په دغو مرستو کې ۱۸ میلیون پونډه بشري مرسته هم شامله ده، چې د اوکرایین د انرژۍ تاسیساتو او پیاوړتیا او د انګلیسي ژبې پر انلاین زدکړو به ولګول شي.

د بریتانیا د پارلمان غړو له میاشتو راهیسې پر حکومت د دې لپاره فشار راوړ چې اوکرایین سره د مرستو کچه ژر مالومه او اعلان کړي.

د دوی استدلال دا و چې کیېف په دې توګه وکړای شي خپل پوځي پلانونه جوړ او پراخ کړي.

د رپوټونو له مخې امریکا او اروپايي ټولنه هم کیېف سره د خپلو مرستندویه ټولګو د وروستي کولو هڅې کوي.

دا د دې لپاره ده چې اوکراییني ځواکونه د توپونو مرمیو او توغندیو ته جدي اړتیا لري.

امریکا

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اوکرایین ولسمشر ویلي د روسیې یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره نیم میلیون نورو ځواکونو ته اړتیا لري

امریکا کې پر کانګرس واکمنو جمهوریپالو اوکرایین سره د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت مرستندویه ټولګه ځنډولې ده.

دوی ویلي، چې دا‌ پیسې دې متحدو ایالتونو ته د کډوالۍ له اړخه د ورپېښ کړکېچ مخنیوي لپاره د سویلي امریکا سره د پولو پر پیاوړتیا ولګول شي.

اروپايي ټولنه کې بیا د هنګري لومړي‌ وزیر 'وېکټور اوربان' بروکسل سره د مالي لانجې له کبله اوکرایین سره د ۵۰ میلیارد یورو مرستې پلان ځنډولی دی.‌