پر اوکرایین د روسیې د تازه بریدونو له کبله ۱۶ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
له اوکرايين رپوټونه وايي، چې روسیې د دغه هېواد پر څو ښارونو پراخ بریدونه پیل کړي دي.
د اوکرایين پوځ وايي، د لومړنيو څېړنو پر بنسټ مسکو د ۱۵۰ توغنديو او بې پيلوټه الوتکو بريدونو په لړ کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژلي دي.
د وسله وال ځواک لوی درستیز والری زالوژنی په خبره، روسیې له دودیزې لارې کار اخیستی او ایراني ډرون الوتکې یې کارولې دي.
د اوکرایین لوی څارنوال آندری کوستین بیا وايي، تر دې دمه لږ تر لږه د روسیې په بریدونو کې د ۱۶ کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.
نن جمعه (۲۹/۱۲/۲۰۲۳) د ځای وخت د سهار لومړیو ساعتونو کې د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د کېیف، اودیسا، دنیپروپیتروفسک، خارکیف او لویو پر ښارونو بریدونه کړي دي، چې ورسره په یادو ښارونو کې د هوايي بریدونو خبرداری هم غږولی شوی دی.
دا شپني بریدونه څو ورځې وروسته له هغې شوي، چې اوکرایین د فیودوسیا په بندر کې د روسیې پر یوې جنګي بېړۍ برید وکړ.
د اوکرایین د هوايي ځواک ویاند یوري ايحنات وايي:
"روسیې له هایپرسونیک، بالستیک او ایکس ۲۲ (x-۲۲) توغنديو څخه کار اخیستی، چې څارل او مخنیوی یې خورا ستونزمن دی."
په یادو بریدونو کې خارکیف چې د روسیې له پولې څلویښت کیلومتره لرې پروت دی هم په نښه شوی دی.
د کېیف ښاروال ویتالي کلیچکو وايي، پلازمینه کې د هوايي بریدونو دفاعي اداره هڅه کوي، چې د روسیې بریدونه شنډ کړي او له خلکو یې وغوښتل، چې په خوندي ځایونو کې پاتې شي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د خارکیف ښاروال ایګور ترخوف هم ویلي، چې پر دې ښار د یو لړ بریدونو په ترڅ کې یو کس وژل شوی او څو نور ټپیان شوي دي.
د اوکرایین په سویل کې د اودیسا ښاروال بیا وايي، چې د غورځیدلې بې پیلوټه الوتکې د ټوټو له امله یوې ودانۍ کې اور لګېدلی دی.
د اوکرايین په لوېديځ کې د لویو ښار ښاروال اندري سادوي هم وايي، چې په ښار کې لږ تر لږه دوه ځایونه په نښه شوي دي.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا متحده ایالاتو لخوا د ۲۵۰ میلیون ډالرو پوځي مرستې له کبله مننه وکړه.
په دې مرسته کې د هوايي بریدونو دفاعي مهمات شامل دي.
په وروستۍ مرسته کې توپخانه، د سپکو وسلو مرمۍ او دغه راز د ټانک ضد وسله هم شامله ده.
د تېرې چهارشنبې ورځې دا مرستې به د امریکا دفاع وزارت له شته زېرمو ورکړل شي، چې د امریکا کانګرېس تائید ته یې اړتیا نه شته.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې هکله یوه اعلامیه کې ویلي و، اړینه ده چې کانګرېس د امکان تر حده ژر داسې اقدام وکړي، چې ''له اوکرایین سره له ځانه په دفاع او د راتلونکي په خوندي کولو کې د مرستې له لارې زموږ د ملي امنیت ګټې مخکې شي.''
نوموړي زیاته کړه: ''زموږ د اوکراییني ملګرو لپاره زموږ مرستې خورا اړینې دي، ځکه دوی له خپله هېواده او د روسیې یرغل په مقابل کې له خپلې ازادۍ دفاع کوي.''
د اوکرایین د ولسمشر مرستیال اندري یرماک بیا وايي:
"موږ د خپل هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره هر څه کوو. خو نړۍ باید دې ته پام وکړي، چې موږ د دې ترهګرۍ د مخنیوي لپاره لا زیات ملاتړ او ځواک ته اړتیا لرو."











