تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قطري شیخ د مانچستر یونایټډ فوټبال کلب پېرلو ته مټې رانغښتي
د شیخ جاسم بن حمد آلثاني په مشرۍ یوه قطري کنسرسیوم دې ته لېوالتیا ښکاره کړې چې د بریتانیا منچستر یونایټډ فوټبال کلب وپېري.
شیخ جاسم د قطر د اسلامي بانک عامل مدیر او پر دغه هېواد د واکمنې کورنۍ غړی دی.
هغه یوه بیانیه ویلي غواړي دغه فوټبال کلب "خپل پخواني برم ته وګرځوي."
تر اوسه د منچستر یونایټډ پېرلو لپاره وړاندیز شوې بیه نه ده اعلان شوې.
خو د فرانسې خبري اژانس وړاندوینه کړې چې ښايي پر شاوخوا ۶ میلیارد ډالرو وپلورل شي.
تر دې وړاندې د جیم رتکلیف په نوم یوه بریتانیايي سوداګر د منچستر یونایټډ د پېرلو غوښتنه کړې وه.
د دغه فوټبال کلب مالکیت دمګړۍ د ګلیزر په نوم له یوې امریکایۍ کورنۍ سره دی.
د خلیج شیخانو وروستیو کلونو کې پر اروپايي فوټبال کلبونو پانګونې ته مخه ډېره کړې ده.
خو د بریتانیا پر دغه کلب د یوه قطري شیخ د پانګونې هوډ د بشري حقونو د مدافع ډلو له منفي غبرګون سره هم مخ شوی دی.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام کوربتوب هم قطر کاوه.
قطر د دغه نړیوال جام سیالیو ته پر چمتووالي لسګونه میلیارد ډالر لګولي و.