قطري شیخ د مانچستر یونایټډ فوټبال‌ کلب پېرلو ته مټې رانغښتي‌

Football

د عکس سرچینه، Getty Images

د شیخ جاسم بن حمد آل‌ثاني په مشرۍ یوه قطري کنسرسیوم دې ته لېوالتیا ښکاره کړې چې د بریتانیا منچستر یونایټډ فوټبال کلب وپېري.

شیخ جاسم د قطر د اسلامي بانک عامل مدیر او پر دغه هېواد د واکمنې کورنۍ غړی دی.

هغه یوه بیانیه ویلي غواړي دغه فوټبال کلب "خپل پخواني برم ته وګرځوي."

تر اوسه د منچستر یونایټډ پېرلو لپاره وړاندیز شوې بیه نه ده اعلان شوې.

خو د فرانسې خبري اژانس وړاندوینه کړې چې ښايي پر شاوخوا ۶ میلیارد ډالرو وپلورل شي.

تر دې وړاندې د جیم رتکلیف په نوم یوه بریتانیايي سوداګر د منچستر یونایټډ د پېرلو غوښتنه کړې وه.

د دغه فوټبال کلب مالکیت دمګړۍ د ګلیزر په نوم له یوې امریکایۍ کورنۍ سره دی.

د خلیج شیخانو وروستیو کلونو کې پر اروپايي فوټبال کلبونو پانګونې ته مخه ډېره کړې ده.‌

خو د بریتانیا پر دغه کلب د یوه قطري شیخ د پانګونې هوډ د بشري حقونو د مدافع ډلو له منفي غبرګون سره هم مخ شوی دی.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام کوربتوب هم قطر کاوه.

قطر د دغه نړیوال جام سیالیو ته پر چمتووالي لسګونه میلیارد ډالر لګولي و.