د امو روغتیايي ګټې څه دي؛ د شکرې پر ناروغۍ اخته کسان څومره باید وخوري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوړي موسم په رارسېدو مونږ خوږو او اوبه لرونکو خوړو ته سترګې پر لار یوو، چې بازار ته راشي.
ام ښایي د ډېرو د خوښې مېوه وي. دا میوه نه یوازې خوږه ده، بلکه د ډېرو ګټورو موادو سرچینه هم ده. خو ښايي ځینې کسان یې د خوږوالي له امله خوړولو ته زړه نه ښه کوي او ترې ډډه کوي.
امونه ډېره اندازه شکر لري او له خوړلو سره سملاسي مو وجود کې د شکر اندازه لوړوي.
طبي کارپوهان بیا پر شکرې ناروغۍ اخته کسانو ته سپارښتنه کوي، چې دا مېوه و نه خوري.
خو اړینه پوښتنه دا ده چې، ایا امونه رښتیا هم د شکرې ناروغي ډېروي؟
پر شکرې ناروغۍ اخته کسان یې څه وخت خوړلی شي او کله ترې باید پرهېز وکړي؟
مونږ په دې رپوټ کې هڅه کړې چې متخصصین او ډاکټران وپوښتو.
خو که تاسې رښتیا د وینې له ګلوکوز او شکرې ناروغۍ رنځ وړئ د امونو له خوړلو مخکې حتمن خپل ډاکټر سره پرې مشوره وکړئ
د امونو روغتیايي ګټې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند ګجرات ایالت کې د شکرې ناروغۍ متخصص ډاکټر منوج ویتلاني وایي: "دا خبره چې که څوک شکر لري باید ام و نه خوري، بشپړه ناسمه ده."
هغه زیاتوي، امونو کې شکر د فرکتوز په بڼه دی، خو مهمه دا ده چې په خوړلو کې یې زیاتی و نه شي. د دې تر څنګ ام انتي اکسيدنټ خاصیت لري. د دې سربېره ام پوتاشیم او فایبر هم لري چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي او دا دواړه مواد د وینې فشار په کنترول کې هم مرسته کوي.
فایبر وینې ته د امونو د شکرې جذب راکموي، د کاربوهایدریت جریان په تنظیم کې هم مرسته کوي او بدن سره مرسته کوي چې په وینه کې د شکر کچه ثابته وساتي.
ام ګلایسمیک ته ورته خاصیت لري چې لږه اندازه خوراک یې ګټه لري.
هغه خواړه چې ټیټ کلاسمیک خاصیت لري له معمولي اندازې ورو هضمېږي او په پایله کې په وینه کې شکر ناڅاپي کمېږي.
ګلایسمیک څه شی دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګلایسمیک شاخص وجود کې د خوړو او د وینې پر شکر اغېز درجه بندي کوي. اندازه یې صفر او سل ده. صفر هغه مهال ښکاروي، چې خواړه د وینې شکر پر اندازې هېڅ اغېز نه لري او سل په وینه کې د شکر د جدي زیاتوالي نښه ده.
هغه خواړه چې ګلایسمیک اندازه یې ۵۵ یا له دې لږ وي د انسان د بدن لپاره خوندي خواړه دي او د ویني شکر اندازه نه لوړوي.
هغه کسان چې له وړاندې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي باید احتیاط وکړي.
دې شاخص ته په پام ویلی شو چې، اناناس، هنداوڼه، کچالو او ډوډۍ د شکر د زیاتېدو لامل کېږي.
که شکر ناروغي لرئ څومره ام باید وخورئ؟
د "شکر او ام" په نامه یوې څېړنیزې مقالې له مخې چې هند کې د څېړونکو له خوا لیکل شوې پر شکرې ناروغۍ اخته کسان باید د ام له خوړلو پرهېز و نه کړي بلکه، د ډاکټر د سپارښتنې پر اساس یې وخوري.
دې برخه کې د ډاکټر مانوج او نورو څېړونکو څېړنې ښيې، چې که ام په احتیاط وخوړل شي د شکرې پر ناروغۍ نه اخته کېږئ.
په یوه وخت کې د ډېرو امونو له خوړلو باید ډډه وشي. د لږ ام خوړل تاوان نه لري.
یو کس په ورځ کې له سلو تر یو لسو پنځوس ګرامه ام خوړلی شي. یا دې درې وخته پنځوس پنځوس ګرامه وخوري.
امونه باید د اصلي خوړو په ډول و نه خوړل شي، بلکه له ډوډۍ وروسته په کمه اندازه وخوړل شي.
څېړنې ښيې چې د امونو د ګلایسمېک اندازې د کمولو لپاره دې باید نورو خوړو سره چې ډېر فایبر لري لکه سلاد، حبوبات او غلې وخوړل شي، ځکه څومره چې مو په بدن کې د فایبر اندازه ډېره وي په هغه اندازه مو هضمیت کمېږي او دا د دې لامل کېږي چې ژر ماړه شئ. او همدا راز فایبر په وینه کې د شکر اندازه په چټکۍ نه لوړوي.











