د امونو موسم؛ له يوه بڼوال سره خبرې

د ویډیو تشریح، د امونو موسم؛ له يوه بڼوال سره خبرې

ام د جنوبي ‌اسيا اصلي میوه ده چې په پاکستان، هند او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼ مينه وال لري.

پاکستان په نړۍ کې د امونو شپږم لوی تولیدونکی او څلورم لوی صادروونکی هېواد دی.

د پاکستان سند ايالت کې ډېر امونو کېږي خو د خیبرپښتونخوا چارسده کې د ابازو سیمی امونه هم ځانګړی خوند او رنګ لری کوم چي نورو هېوادونو ته هم لېږل کېږی، ازاد خبریال طارق الله د امونو یو باغ ته ورغلې او په دې اړه له یوه بڼوال سره غږېدلی دی.