تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان له طالبانو '' ژوب برید کې د وژل شویو افغان وسله والو'' د جسدونو تر لاسه کولو غوښتنه کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت تر ادارې لاندې افغان سفارت نه غوښتي، چې د هغو درېیو وسلوالو مړي ترې تسلیم کړي، چې په وینا یې د افغانستان وګړي وو او تېره میاشت په ژوب کې پر یوه پاکستاني پوځي مرکز باندې برید کې وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې د جولای د دولسمې په دغه برید کې نهه پاکستاني پوځیان او پینځه وسلوال وژل شوي وو، چې په وینا یې، دغه درې تنه پکې د افغانستان د کندهار ولایت اوسېدونکي وو.
پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله وايي، پر سې شنبې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پاکستاني پوځ له مشر حنرال عاصم منیر باجوه سره یو ځای په پېښور پوځي روغتون کې د باجوړ پېښې ټپیانو له لیدو وروسته وویل، په افغانستان کې طالبانو حکومت باید د نورو پر ضد د افغان خاورې کارولو مخنیوي اقدمات وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري هم په پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې وینا په ترڅ کې له افغان خاورې په پاکستان کې د بریدونو مخنیوي غوښتنه کړې.
هغه وايي، که طالبان په دې لړ کې مرستې ته اړتیا لري، پاکستان یې مرستې ته چمتو دی. ښاغلی بلاول ادعا کوي، چې په ځینو سیمو کې د وسله والو لاسونو ته هغه وسله ورغلې چې له ناټو ځواکونو په افغانستان کې پاتې شوې. بلاول زرداري ګواښ وکړ، که د طالبانو حکومت د پاکستان پر ضد له افغان خاورې د وسله والو بریدونو مخنیوی نه کوي، پاکستان حق لري چې په افغانستان کې دننه د عملیاتو حق لري، چې په وینا یې دا به د پاکستان لومړی انتخاب نه وي.
دا خبرې په داسې وخت کې شوې، چې پرون پاکستاني لومړي وزیر د باجوړ د وروستي برید په تړاو څرګندونو کې وویل، چې وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې بریدونه سمبالوي.
په دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر دري-شپېتو ته پورته شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دغو وروستیو څرګندونو او ادعاو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې د طالبانو حکومت بیا، بیا د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي او وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د نورو پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.