داعش ډله وايي د باجوړ برید دوی کړی؛ عیني شاهدان یې صحنې قیامت یادوي

اسلامي دولتي نومې ډله یا داعش وايي، په باجوړ پر یوې غونډې "ځانمرګی برید" د دوی کار و. دغې ډلې د ټیلګرام په یوه پیغام کې ویلي "د پاکستان د ائتلافي حکومت" د یوه سیاسي ګوند پر غونډه یې ځانمرګی برید کړی او لسګونه کسان یې وژلي دي.

ځینو عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي چې د برید سحنې قیامت ته ورته وې. برید د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام پلویان په نښه کړي دي.

د "قیامت ورځ"، یوه عیني شاهد بي بي سي ته په باجوړ کې پر یوه سیاسي غونډه د ځانمرګي برید په اړه چې لږترلږه ۴۵ تنه پکې ووژل شول، خپل د سترګو لیدلی حال ویلی دی.

د غونډې تنظیموونکي عمران ماهر په وینا، کله چې ژغورونکي د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې خلکو د مرستې لپاره ورغلل خلکو چیغې وهلې.

برید د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام پلویان په نښه کړي- هغه ګوند، چې د حکومت د ایتلاف برخه دی.

د ښاغلي ماهر په وینا "زما څنګ ته ولاړ کس ووژل شو" یو بل ټپي دی.

"دا یو لوی درز و. په پیل کې ما فکر کاوه چې په جنراتور یا د لوډسپیکر په سیسټم کې کومه ستونزه ده. لا هم زما په غوږونو کې بنګاری دی او زما سر لا هم درد کوي."

سلګونو کسانو په غونډه کې ګډون کړی و، د جمعیت علمای اسلام ګوند دا یو ښه فرصت ګاڼه، چې د دې کال په وروستیو کې د ټاکنو څخه مخکې خپل ملاتړي راټول کړي.

ښاغلی ماهر وايي، د چاودنې پر مهال په سټیج کې ناست و، دی زیاتوي د باجوړ په خار کې د چاودنې په وخت پر خلکو د چاودېدونکو توکو پارچې او اور لمبې ورغلې.

هغه وويل: "ما په خپله شاوخوا کې ټپيان او مړي وليدل. دا ډېر بد حالت و، دا د قيامت په څېر و. له چاودنې سملاسي وروسته وېره خپره شوه، ګډوډي وه، هره خوا خلکو منډې وهلې."

ماهر زیاتوي: "زه نه پوهېږم چې ولې ټپي نه شوم، دا زما بخت و، زما به اجل نه و پوره. لږ لېرې يو ٨٠ کلن سړی و، خو هغه وژل شوی و."

چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي، ځکه د ۱۵ کسانو روغتیايي حالت نازک دی.